د ننګرهار پوهنتون محصلانو چارو مرستیال د خپلو اړوندو امرینو او پوهنځیو تدریسي مدیرانو سره غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۱۱
picture

د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست استازي او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکرالله وحدت د محصلانو چارو او محصلانو خدمتونو همغږۍ آمرینو او د ۱۴ ګونو پوهنځیو تدریسي مدیرانو سره د محصلینو ستونزو حل او روانو چارو بهبود په موخه غونډه وکړه.

د محصلانو چارو مرستیال په خپلو خبرو کې د مجلس ګډونوالو ته د خپلمنځي همغږۍ، مراجعینو سره نېک چلند، ستونزو ته پر وخت رسیده ګۍ، خدماتو برخه کې اسانتیاوو رامنځ ته کولو او محصلینو رضایت اړوند لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

ښاغلي وحدت همدارنګه د اړوندو ادارو څخه راغلو مکتوبونو پر وخت طی مراحل کېدو، HEMIS سیستم ته د شقو پورته کولو، د ټاکلي سیستم مطابق د فراغت جدولونو ترتیبولو او سیستم ته د نورو ولایتونو څخه د تبدیل، منفک او تاجیل محصلینو شهرت رسولو باندې ټینګار وکړ.

د محصلانو چارو معاونیت اړوندو آمرینو او تدریسي مدیرانو په خپلو ویناوو کې د محصلانو چارو مرستیال سره خپل وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړې او همدارنګه یې هغه ته د لازمو اجرااتو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۱۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس د دې پوهنتون منسوبینو سره مشورتي غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د پوهنتون له مرستیالانو، پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو، څانګو آمرینو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره په غونډه کې هغوی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي کې د اوبو تصفیه کولو ماشین له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د اوبو فلتر یاد ماشین چې په ساعت کې ۲۴۰۰ لیتره اوبه پاکوي، د (ایچ ایچ ار ډي) خیریه مؤسسې له خوا د نږدې څلور سوه زره افغانیو په مالي لګښت جوړ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۳:۵۱
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو د پېژندنې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ د علمي څېړنو معاونیت په نوښت په مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز کې د پوهنتون د ۷ علمي مجلو او ۳ نړیوالو ژورنالونو مسؤلینو او غړو استادانو ته د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهنمل. . .

BACK TO NEWS

User account menu