د ننګرهار پوهنتون انجنیري پوهنځي محصلینو ته د طبیعي پېښو د ګواښونو کمښت په هکله یو ورځنی معلوماتي سيمینار وړاندې شو.
په اسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو مؤسسې (سي، ډبلیو، ایس، ای) له خوا د ننګرهار پوهنتون انجنیري پوهنځي د بېلابېلو ټولګیو لسګونو تنو محصلینو ته د طبیعي پېښو او ناورینونو د ګواښونو کمښت په هکله یو ورځنی معلوماتي سيمينار دایر شو.
یاد سيمینار چې د پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې دایر شو، موخه ترې اړونده برخه کې د محصلینو د معلوماتو زیاتوالی او پوهاوی و.
د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې اماده ګۍ آمر انجنیر ادریس صافي او په اسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو مؤسسې کارکوونکي انجنیر زکریا محمدي د موضوع ارایې پر مهال د یادې مؤسسې معرفت او فعالیتونو، له پېښو سره د مبارزې اماده ګۍ ملي ادارې معرفت او فعالیتونو، د پېښو ډولونو، د پېښو د مدیریت دوران، د پېښو مدیریت اړوند اصطلاحاتو او نورو موضوعاتو په هکله معلومات وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.
سيمینار په دعا سره پای ته ورسېد.
