د ننګرهار پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته جوړ شوی ۴ ورځنی ديني او اصلاحي سيمینار پای ته ورسېد.

ashraf_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۱:۳۰
انځور

یاد سيمینار، چې د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت په نوښت څوارلس ګونو پوهنځیو ته جوړ شوی و، پر مهال یې د هېواد جیدو علماوو او افتخاري شیوخ کرامو له خوا د مختلفو دیني او اصلاحي موضوعاتو په هکله ویناوې او معلومات وړاندې شول.
د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق َزلِف په وینا له دې سيمینار څخه یې موخه د استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو فکري روزنه، د پوهې کچه لوړول، د اسلامي احکامو اقامه، نبوي اخلاقو او طریقو تطبیق و.
د یاد سيمینار په ۴ ورځو کې د دوو تنو علماء کرامو شیخ الحدیث مولوي امیرالرحمن نعماني او مفتي شاهدالله حقاني له خوا د اسلامي عقیدې، ایمان، د ایمان څانګو، د عبادتونو د معنوي او تربیوي اغېزو، د لمانځه حکم، فضیلت او اسرارو اړوند بېلابېل علمي او ديني  معلومات وړاندې شول.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۴۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په اړه دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې د سهارني درس پر مهال اداري او خدماتي کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په هکله دیني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu