د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي کې د اوبو تصفیه کولو ماشین له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د اوبو فلتر یاد ماشین چې په ساعت کې ۲۰۰۰ لیتره اوبه پاکوي، د (ایچ ایچ ار ډي) خیریه مؤسسې له خوا د نږدې څلور سوه زره افغانیو په مالي لګښت جوړ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد، د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس پوهنوال علي جان عادل، د محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمر قاري بشیر احمد احمدي او د مرسته کوونکې ادارې مشر ښاغلي عبیدالله فیصل او نورو مسؤلینو او استادانو برخه لرله.
د پوهنتون مسؤلینو د مرسته کوونکې ادارې له مشر او نورو همکارانو د یاد اقدام او په تېر کې ننګرهار پوهنتون سره د ترسره کړیو مرستو له کبله مننه وکړه او راتلونکې کې یې هم د ورته فعالیتونو د دوام غوښتنه وکړه، چې د هغوی له خوا ډاډ ورکړل شو.
سرچینه: د عامه اړیکو او نشراتو امریت
