د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۵۴
انځور

په ياده کاري ناسته کې، چې د روانې حمل میاشتې په ۲۴ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، پوهنځيو او تدريسي روغتون رئیسانو، د شورا غړو او استادانو په کې برخه لرله، پر مهال یې د پوهنتون اړوند علمي او تدریسي موضوعاتو، د استادانو علمي ترفیعاتو او متفرقه مسایلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د محصلینو او استادانو حاضریو په کنترول تاکید وکړ او اړوندې برخې ته یې د جدي پاملرنې سپارښتنه وکړه.

قدرمن شیخ صاحب همدارنګه وویل، د پوهنځیو رئیسان او نور مسؤلین باید پوهنتون ته د لوړو زده کړو محترم وزارت د نظارت او ارزونې ریاست څخه راغلي پلاوي سره بشپړه همکاري ترسره کړي، د پوهنځیو چارې په منظمه توګه مخ ته یوسي او د استادانو او محصلینو تر منځ عدالت تامین کړي.

د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل دوکتور قدرت الله عمرخېل او د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د شورا غړو سره په ګډه د اجنډا له مخې د پوهنتون اړوند بېلابېلو علمي، تدریسي او متفرقه مسایلو په هکله بحثونه او پرېکړې وکړې.

د غونډې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د پلان او پالیسۍ کمېټې مسؤلینو له لوري د ۱۴۰۵ کال تطبیقي پلان په هکله د پرېزنټېشن په شکل معلومات وړاندې او پوهاوی ترسره شو.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، لغمان او نورستان پوهنتونونو د استادانو د علمي ترفیعاتو ۶ کیسونه مطرح او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu