د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۲۱
PICTURE

په یاده غونډه کې، چې نن د وږي میاشتې په ۱۰ مه نېټه کرنې پوهنځي کې ترسره شوه او د پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو او اداري او مالي چارو مرستیالانو سربېره په کې د پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو، شورا ته منتخبو استادانو او یو شمېر امرینو برخه لرله، پر مهال یې د پوهنتون په علمي، تدریسي او څېړنیزو مسایلو بحث وشو او د بېلابېلو پوهنتونونو د استادانو د علمي ترفیعاتو کیسونه په اړه پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال راتلونکي سمستر ته د بشپړ چمتووالي نیولو، پوهنتوني چارو کې د اسلامي امارت نافذه قوانینو او لوړو زده کړو وزارت مقام فرامینو تطبیق، د استادانو او محصلینو حاضرۍ کنټرول، تدریسي بهیر منظم پیل او ترې څارنې اړوند د پوهنځیو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال مولوي احسان الله ناصح شورا ته د پوهنتون د تېرې یوې میاشتې علمي فعالیتونو په هکله راپور وړاندې کړ او همدارنګه یې د نصاب اصلاح او قابل تدریس مضامینو په اړه د معلوماتو ورکولو تر څنګ اکاډمیکه برخه کې د روانو چارو لا مؤثریت په موخه مسؤلینو ته لارښوونې وکړې.

د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دع.وت او ارشاد مسؤل او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکرالله وحدت د خپل معاونیت له خوا په ټولو پوهنځیو کې د ترسره شوې ارزونې په پایله کې د موندل شویو ستونزو په حل خبرې وکړې او استادانو او اداري کارکوونکو ته یې د جوړېدونکي دیني او علمي سيمینار د وخت او نېټې په هکله معلومات وړاندې کړل، چې ټاکل شوې یاد سيمینار سبا پیل شي.

د مجلس پر مهال د شورا غړو د تېرې شپې زلزلې د شهیدانو او ټپیانو کورنیو لپاره نغدي مرسته راټوله کړه او هم د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال حافظ ناکیم خان سعید په مشرۍ کمېټه جوړه شوه، چې د پوهنتون له استادانو او اداري کارکوونکو د تېرې شپې قربانیانو ته د مالي او نغدي مرستې راټولو چارې مخ ته یوسي.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، کونړ سید جمال الدین افغاني، لغمان او نورستان پوهنتونونو د استادانو د علمي ترفیعاتو ۳۰ کیسونه مطرح کولو سربېره د پوهنتون اړوند د یو لړ متفرقه مسایلو په هکله  بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu