انجینری پوهنځی ستراتېزیک پلان

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت

د لوړو زده کړو وزارت

ننګرهار پوهنتون

انجینري پوهنځی

د لوړو زده کړو پراختیايي پروګرام

 

 

 

 

انجــینري پــوهــنځــی

 

ستراتــېـــژیـــک پراخــتیــايي پــلان

 

 

 

۱۳۹۶- ۱۴۰۰

2017-2021

 

دانجینري پوهنځي د (۱۳۹۶ – ۱۴۰۰) ستراتېژیک پراختیايي پلان ( بیا کتنه)

 

ترتیبوونکي:

د پوهنځي د ستراتېژیک پراختیايي پلان کمېټې غړي

د پوهنځي علمي شورا پروتوکول نمبر (                          ) 

د پوهنځي د علمي شورا منشي نوم او لاسلیک: پوهاند محمد اجمل صافی

  

د پوهنځي د ریس نوم : پوهنمل محمد اجمل ستانکزی

لاسلیک او د پوهنځي ټاپه                          

 

تائیدونکي:

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا پروتوکول نمبر  (                    )

د علمي شورا د منشی نوم او لاسلیک:  

 

د پوهنتون د ریس لاسلیک او مهر      

 

 

 

 

د مطالبو فهرست

  عنوان                                                                                               مخ

۱. پېژندنه ........................................................................................................................ ۱

۱.۱ د اوسني وضیعیت تحليل او په تير ستراتيژیک پلان ځغلنده نظر ....................................................۳

۲. لیدلوری ....................................................................................................................... ۵

۳. ماموریت ...................................................................................................................... ۵

۴. ارزښتونه ...................................................................................................................... ۶

۵. حکومتولي..................................................................................................................... ۷

۵. ۱.  د رهبرۍ پروګرامونه .............................................................................................. ۷

۵. ۲.  مالي، اداري او اکاډمیکه خپلواکي ............................................................................ ۸         

۵. ۳.  د فساد پر وړاندې مبارزه ...................................................................................... ۱۰

۵. ۴.  اداري بیروکراسي ................................................................................................ ۱۰

۵.۵. د عملیاتي پلان تاییدول ........................................................................................ ۱۱

۶.۵. د څارنې او ارزونې پیاوړي کول ................................................................................ ۱۱

۷.۵. د توامیتونو پراختیا............................................................................................... ۱۲

۸.۵. د مرستو جلبول .................................................................................................. ۱۳

۹.۵. د جینډر مسایل .................................................................................................. ۱۳

۱۰.۵. د پوهنځي د بودیجې زیاتوالی ................................................................................ ۱۴

۵.۱۱ د ټولنې په پرمختګ کې ونډه ............................................................................................۱۵

۶. علمي او اکاډمیک پروګرامونه ........................................................................................... ۱۵

۱.۶. په علمي کادر کې وړ او مسلکي استادانو ته پراختیا ورکول ............................................... ۱۶

۲.۶. د علمي کادر غړو ظرفیت لوړول............................................................................... ۱۶         

۳.۶. علمي څېړنه او پلان جوړونه ................................................................................... ۱۷

۴.۶. فوق لسانس پروګرامونه.......................................................................................... ۱۸

 

۵.۶. د کریکولم پراختیا ................................................................................................ ۱۹

۶.۶. د کیفیت تضمین او اعتبار ورکول............................................................................. ۲۰

۷.۶. د ښوونیزو موادو چمتو والی ................................................................................... ۲۱

۸.۶. برېښنايي زده کړو پروګرامونه .................................................................................. ۲۲

۹.۶. معالوماتي ټکنالوژۍ ته لاسرسی .............................................................................. ۲۲

۷. لوړو زده کړو ته لاسرسی ................................................................................................. ۲۳

۱.۷. لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسی................................................................................. ۲۴

۲.۷. لوړو زده کړو ته د ښځینه ؤ پراخه لاسرسی.................................................................. ۲۴         

۳.۷. د کرېډیټ سیستم پیاوړتیا....................................................................................... ۲۵

۴.۷. د زده کړیالانو لپاره د خدماتو او اسانتیاوو پیاوړتیا ........................................................ ۲۵

۸. زېربناوې ..................................................................................................................... ۲۷

۱.۸. د تدریسي او ادري ودانۍ رغونه ............................................................................... ۲۷

۹. SWOT تحلیل............................................................................................................ ۲۷

۱۰. د پوهنځي د ستراتيژیک پلان موخې   ............................................................................... ۳۱

۱۱. د موخو ترلاسه کولو کړنلارې ......................................................................................... ۳۱

۱۲. مالي پلان ................................................................................................................. ۳۶

۱۳. خطرات ................................................................................................................... ۳۹

۱۴. د چاپېریال اغېزې ....................................................................................................... ۳۹

۱۵. پایله........................................................................................................................ ۴۰

 

 

 

 

۱. پېژندنه

انجنیری پوهنځی د ننګرهار پوهنتون یوله هغه پوهنځیو څخه دی چې په ۱۳۵۷ کال کې  تأسیس شوې او د صنعتي او رهایشي ودانیو جوړونې ، اوبو رسولو او کانالیزاسیون  او د تهوئې او تسخین څانګو لرونکې وه . په ۱۳۷۱ کال کې  پورته یادې شوې درې واړه  څانګې   د سېول انجینري  په څانګه  تبدیلې شوې .انجنیرۍ پوهنځی  د تیرو ناورینونو  په درشل کې په یادو څانګو کې زیات شمیر کادرونه په شپږدېرشو دورو کې  ټولنې ته په دولتي او غیر دولتي سکتورونو کې د خدمت په موخه وړاندي کړي .

انجنیري پوهنځی د رشد او انکشاف لپاره د امریکې متحده ایالاتو د سنتیاګو ستیت د پوهنتون سره د همکارۍ یو قرارداد لاسلیک کړ چې په هغه کې  د پوهنځی د درسې کریکولم جوړول،  استادانو ته  د ماسترۍ په سویه د عالي تحصیلاتو برابرول ، لابراتوارونو د سامان تهیه او نصبول او کتابونو تهیه کول  شامل وو . چی د قرارداد له مخې د پورتنیو یادو شویو مسائیلو څخه ۶  تنه  استادان د ماسترۍ لپاره   امریکا متحده ایالاتو  او پولینډ  هېوادونو ته واستول   او په بریالۍ توګه  بیرته خپل هیواد ته راستانه شول، د سېول رشتې لپاره  درسې کریکولم د سندیا ګو پوهنتون لخوا جوړ ، کتابونه تر یو حده تکمیل شول خو بدبختانه د لابراتوارونو سامانونه ناقص تکمیل شول  چی تر اوسه د هغوی څخه محصلینو په درسته توګه څرنګه چې لازمه وه  استفاده ونشوه  کړای .

په تیر و کلونو کې د پوهنځی د انکشافي او ستراتیژیک پلان له مخې د اوبو د زيرمو او چاپیریال ساتنې     او همدارنګه  د مهندسۍ څانګې ایجادې شوې،  چې د سیول څانګې تر څنګ د   د اوبو دزيرمو او چاپیریال ساتنې     څانګې تراوسه دوه دورې د ۱۱۵ تنو  په شاو خوا کې محصلین ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې کړي.

د مهندسي څانګه چې د۱۳۹۶ کال د کانکور له لارې ورته لومړۍ دوره د   ۸۰ تنه معرفي شوي وو اوس مهال د ۱۴۰  تنو په شا او خوا کې محصلین په نوموړې څانګه کې په زده کړو بوخت دي او د ۱۳۹۸ کال د کانکور ازموینې له لارې به ورته ۸۰ تنه نور هم معرفي شي .

انجینري پوهنځي په درې ګونو څانګو کې د کریدیت نړیوال سیستم  پلی کيږي.

د انجینري پوهنځي اداره په دې هڅه کې ده چې په یادو شويو درېوو(سېول، مهندسي او د اوبو د سرچينو اوچاپیریال ساتنې انجینري) علمي پروګرامونو  کې د اوسنۍ عصري نړۍ مطابق انجینري  پروګرامونه د هېواد د ملي او د لوړو زده کړو وزارت د ستراتېژیو په پام کې نیولو سره  پلي کړي، چې دغې چارې ته يې په خپل پنځه کلن (۱۳۹۷- - ۱۴۰۱) ستراتیژیک پراختیايي پلان کې لومړيتوب ورکړی دی.

په دې پنځه کلن ستراتيژيک پلان کې انجینري پوهنځي خپل لیدلوري او موخو  ته په کتو د خپل ماموریت په موثره توګه ترسره کېدو لپاره ټولې اړتیاوې او اسانتیاوې په هر اړخیزه توګه په پام کې نیولي دي. د دې پلان د ترتیبولو لپاره د پوهنځي د ادارې لخوا د پوهنځي د علمي شورا په تائید د ستراتیژیک پراختیايي پلان جوړولو کمېټه جوړه  شوېده چې ، چې غړي یې له ټولو اړوندو څانګو څخه ټاکل شوي دي. په یاد پلان کې پر بنسټيزو تاسیساتو او اسانتیاوو رامنځته کولو سربېره، د پوهنځي او څانګو علمي، اکاډمیکو او څېړنیزو چارو د پراختیا په برخه کې ظرفیت لوړونې او علمي پروګرامونو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.  دغه راز  ددې ستراتېژیک پلان په ترتیبولو کې د پوهنځي تېرو ستراتیژیکو پراختیايي پلانونو او د پوهنځي د  ښکیلو خواوو رغنده نظرونه په پام کې نیول شوي. په ذکر شوي پنځه کلن پلان کې ټولې هغه برخې چې په تېرو ستراتیژیکو پلانونو کې يې چارې نیمګړې پاتې وې په پام کې نیول شوي او د پوهنځي او پوهنتون اداره يې بشپړپلي کېدو ته ژمنه ده.

د یاد پلان له پلي کېدا وروسته به پوهنځی   د پوهنتون او په سیمه ییزه کچه ځانګړی نوم  او باور ترلاسه کړي، چې په پاېله کې به د لوړو زده کړو وزارت مقام وهڅول شي چې پوهنتون او په خاصه توګه پوهنځي  ته هر اړخیزه مالي، اداري او اکاډمیکه خپلواکي ورکړي او پوهنتون به د لا پرمختګ او ودې فرصتونه ترلاسه کړي.

 

د اوسني وضعيت تحليل او په تېر ستراتېژيک پلان ځغلنده نظر

د تېر ستراتېژيک پلان (۱۳۹۱-۱۳۹۶) عمده موخې په لاندې ډول دي:

  • په علمي او اکاډميک ډګر کې پرمختګ
  • د  ډيپارټمنټونو تاسيسول 
  • د تحقيقاتي څېړنيز   مرکز  ايجادول
  • د تدريسي پروسې انکشاف او د معقول درسي نصاب ټاکل
  • د محصلينو د جذب او ظرفيتونو لوړول
  •   کتابتون معياري کول
  • د فزيکي زېربناوو تاسيسول او رغول
  • د کورنيو او بهرنيو ادارو او موسسو سره د اړيکو تامينول
  • د نندارتون جوړول او نشرات
  • د اداري سيستم رغول او وده
  • د معلوماتي تکنالوژۍ رايجول .
  • د علمي او اکاډميک ډګر د پرمختګ په برخه کې د استادانو شمېر د  ۲۳ تنو  څخه   ۳۰ تنو ته لوړ شوی چې په ټولودریو کلونو کې ۷  تنه نوي استادان ګمارل شوي دي.. د محصلينو او استادانو تر منځ انډول چې پخوا    ۱:۳۵  اوس   ۱:۳۸  دی او په دې برخه کې پرمختګ نه دی شوی.
  • د دوکتورا لرونکي استادانو شمېر کې ډيروالی نه دی راغلی او یواځې یو تن د دکتورا په زده کړو بوخت دی
  • د ماسترۍ لرونکو استادانو شمېر په ۱۳۹۱ کې ۷ تنه  وو او اوس مهال۶ ۱ تنه  دی چې په دې برخه کې پرمختګ د  ټاکل شوي هدف مقابق دی. د انجینری پوهنځي  همدارنګه د علمي ترفيعاتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی.  . (لومړی جدول)
  • د تېر ستراتېژيک پلان په پنځو کلونو کې د فیلوشپ، کنفرانسونو، سيمينارونو، ورکشاپونو او نورو اړونده ښوونيزو/ څېړنيزو پروګرامونو په برخه کې استادانو ته په داخل او خارج کې تر یوه حده زمینه  برابره شوې  . همدارنګه استادانو لپاره د علمي، څېړنيزو او عملي پروژو د تطبيق اسانتياوې برابرې شوي او په څېړنيزو پروژو کې د بوختو استادانو شمېر له یو تن څخه ۹ تنو ته لوړ شوی

ډيپارټمنټونو تاسيسول او لوړول

په دې برخه کې په تېرو پنځو کلونو کې د اوبو زيرمو او چاپیریال ساتنې او همدارنګه د مهندسۍ څانګې تاسیس شوي دي.

د تحقيقاتي (څېړنيزو) مرکزونو ايجادول

د پوهنځي په چوکاټ کې د ریسرچ او تحقیقي کارونو لپاره یوه مسلکي او په کار پوهه کميټه جوړه شوې . لابراتوار چې پخوا هیڅ موجود نه وو اوس مهال محصلین او د پوهنځی علمي کادر غړي د خپلو علمي کارونو او څيړنو په اجرا کولو کې ورڅخه استفاده کوي.

د تدريسی پروسې انکشاف او د معقول درسي نصاب ټاکل

د نړيوالو نورمونو  او کریدیت سېستم سره سم معياري درسي نصاب  د ننګرهار پوهنتون کې د  لومړي ځل لپاره په انجينري پوهنځي کې پیل شو. چې تر اوسه پورې ۴ دورې انجينران ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

د محصلينو د جذب او ظرفيتونو لوړول

په هر کال کې د محصلينو په جذب کې د ۲۰ سلنې زياتوالي هدف ټاکل شوی ؤ چې تر ډېره ترلاسه شوی.  

په ۱۳۹۱ کال کې د ښځينه محصلينو شمېر یواځې یو تن وو    ، خو په ۱۳۹۸ کال کې د ښځينه محصلينو شمېر  ۴۵ تنو ته پورته شوې.

دمحصلینو لپاره د انټرشيپ پروګرامونه په لاره اچول شوي. چې په تیر کال کې د ۱۰۰ تنو په شاوخوا کې محصلین د عملي زده کړو لپاره دولتي او غير دولتي موسساتو ته معرفي شوي دي.

دد  کتابتون معياری کول

د  کتابتون لپاره یو تن  فني او مسلکي مسول ټاکل شوی چې په انګليسي ادبیاتو کې لوړې زده کړې لري   . دڅانګ  په سطحه کتابتونونو ته وده ورکړل شوې . د USaid په مالي مرسته د ۲۰۰۰ جلدو په شا او خوا نوي او معتبر کتابونه  د پوهنځي کتابتون سره مرسته شوې چې د پوهنځي استادان او همدارنګه محصلین ورڅخه د خپلو علمي کارونو په اجرا کولو کې  ګټه اخلي.

د فزيکي زيربناوو تاسيسول او رغول

د پوهنځي په زیر بناوو کې کومه خاص پرمختګ نه دی شوی یواځې په بیا رغولو برخه کې یو څه اندازه کارشوی.

د اداري سيستم رغول او وده

د مسلکي او په کار پوه او د نوي ټکنالوجۍ سره بلدو اداري پرسونل کمبود له وجې په دې برخه کې کومه خاص پرمختک نه دی شوی.

 

۲. ليد لوری Vision

انجینري پوهنځی به هڅه وکړي چې په ملي او منطقوي سطح  د ابتکار  او انجینري علومو یو مخکښ مرکز وي  . دغه موخه به  د علمي څېړنو  ترسره کولو ته د لومړيتوب  او په دې برخه کې د اسانتياوو برابرولو او همدارنګه د معتبرو نړيوالو انجینري علومو له مراکزو سره د نږدې اکاډمیکو اړيکو د جوړولو په پايله کې لاسته راوړو.

۳. ماموریت (Mission)

زمونږ ماموریت  په  تدریسي ، څېړنو او د بازار د غوښتنو سره د مناسبومسلکي  زده کړو لا پیاوړي کول دي  ترڅو وکولی شو  داسې معیاري انجینران ټولنې ته وړاندې کړو  چې  د مسلکي پوهې، لوړو اخلاقي معیارونو، ابتکاري نظریاتو او د رهبرۍ مهارتونو درلودونکي وي ،  چې پر مټ ېې  اقتصادي، تکنالوژیکي او ټولنيزو بدلونونو ته ځواب وویلی شي.

انجینري پوهنځی  د خپل ليد لوري د ترلاسه کولو لپاره لاندې ماموريت ترسره کوي:

د کورنېو او بهرنېو اړتياوو او بازار د غوښتنو پر بنسټ د علمي او مسلکي  لوړو زده کړو لپاره د عادلانه او معياري زمينو برابرول

 په یادو شويو څانګو کې ټولنې ته د خدمت په موخه پر علم او تکنالوژۍ سنبال او د لوړو وړتياوو لرونکو او ژمنو انجینران  روزل او وړاندې کول

د څېړنو، ليکنو، د تکنالوژۍ د پېژندنې او خپراوې له لارې د سيمي او هېواد ټولنيزو او اقتصادي ستونزو ته حل لارې موندل

۴. ارزښتونه

انجینري پوهنځی  په علمي، اداري چارو او د زده کړيالانو د روزنې په برخه کې لاندې ارزښتونو ته ژمن دی:

    • اسلامي، ملي او ديموکراتيک اصول
    • د خدمت لپاره ژمنتيا
    • نوښت
    • ښه حکومتولي او رهبري
    • د چارو روڼتيا او حساب ورکول
    • د عدالت او برابرۍ تأمينول
    • چاپيريال ساتنه
    • په هر اړخيز پرمختګ کې پر نړېوالتوب باور
    • پر پوهې، مهارت او مسلکيتوب باور
    • له تبعيض پرته درناوی

 

 

 

 

۵. حکومتولي

د انجینري پوهنځي په   اداري  جوړښت کې،  د رهبرۍ په راس کې پوهنځي رئیس، مرستېال، د څانګو امرین، علمي کادر غړي او اداري سټاپ  قرار لري. انجینري پوهنځی د څلورو څانګو  په لرلو سره  چې له نوموړو څانګو څخه ېې درې فارغ ورکونکي څانګې دي چې  اوس مهال د ۲۷ تنو علمي کادر غړو او ۱۰ تنو اداري او خدماتي پرسونل لري .همدارنګه د پوهنځي  مختلفې کمېټې لکه (د کیفیت تضمین، څیړنې، کریکولم،فرهنګي ، ستراتېژیک پلان جوړونې او ورڅخه دې څارنې ، نظم او ډسپلین او ، چاپېریال ساتنې ، ازموینو، او  د برېښنایي زده کړو) چې ځانکړې کاري لایحې لري، رامنځته کړي تر څو د پوهنځي  اړونده چارې په معیاري او اکاډمیکه توګه پر مخ ولاړې شي. د پوهنځي، څانګو او د کمېټو د کارونو د ښه پرمختګ په موخه د پوهنځي رئيس مرستیال، د څانګو امرين  او د کمېټو مشران په دوامداره توګه څارنه کوي څو یقیني کړي، چې اړونده چارې په اغېزمن ډول پرمخ روانې دي. د پوهنځي  ریاست په پام کې لري چې د لا اغېزمنتیا په پار نورې لازمې کړنې هم ترسره کړي، نو دا بهیر تل څاري.

پوهنځی  د خپلو ټولو کړنو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت  قانون، پاليسۍ، مقرري او لواېح رعايتوي.

 

۱.۵. د رهبرۍ پروګرامونه

د انجینري پوهنځي  رئیس، مرستیال، د څانګو مشران ، علمي کادر غړي او نور اړوند مسؤلین د دندو د ښه ترسره کولو وړتیاوې لري. د پوهنځي مشرتابه د رهبرۍ ظرفیت لوړونې په موخه تل هڅې کوي. د نوموړې چارو د ترسراوي په موخه یې د اداري کاروونکو لپاره د ظرفیت لوړونې مدیریت رامنځته کړی چې ښه اداري روزنه وویني. د دې ترڅنګ،  لهELCLC، ITCN، USWDP او د کار موندنې مرکز سره په همغږۍ محصیلینو لپاره بېلابېل روزنیز ټریننګ کورسونه او ورکشاپونه دایروي چې د محصیلینو وړتیاوې لوړې کړي. همدارنګه، د پوهنتون مشرتابه د استادانو ظرفیت لوړونې په موخه هم د مختلفو ګمېټو له لارې ډول ډول موثر روزنیز کورسونه او ورکشاپونه دایروي.

 د پوهنځي  مشرتابه ټول علمي کادر غړي او مسؤلین تشویقوي څو په ملي او نړیوالو روزنیزو پروګرامونو کې فعاله ونډه واخلي او تر بشپړېدو  وروسته خپلې تجربې له خپلو همکارانو سره شریکې کړي.  د یادې پروسې د څارنې او اغېزمنتیا په موخه د پوهنتون اداره د څارني(د کیفیت د تضمین کمېټه او بشري سرچینو آمریت)  ځانګړي میکانیزمونه لري څو دا باوري کړي، چې د پوهنتون ټول علمي او اداري کارکوونکي او محصیلین په اغېزمنه توګه د یادو پروګرامونو څخه ګټه پورته کوي.

 

۲.۵. مالي، اداري او اکاډمیکه خپلواکي

دا چې مالي، اداري او اکاډمیکې خپلواکۍ د روزنیزو ادارو اصل تشکلیلوي. د یادو چارو په برخه کې د ننګرهار پوهنتون او د انجینري پوهنځی  تل هڅه کوي چې اغېزمن مدیریت ترسره کړي.د لوړو زده کړو وزارت د وزارت په کچه د پوهنتونونو د مالي خپلواکۍ پالیسي، چې د لوړو زده کړو وزارت په عالي شورا کې تائید شو ې ده، د دغې مقررې پر بنسټ به انجینري پوهنځی وکولای شي د عایداتو امکانات تر لاسه کړي او په خپلواکه توګه بودیجه جوړه او مصرف کړي.

پوهنځی  دمالي خپلواکۍ په لرلو سره د لاندې چارو په اغېزمنه توګه ترسره کولوسره ل عوايد لاسته راوړلی شی :

  1. د فوق لسانس پروګرامونو ته پراختیا ورکول
  2. د  سېول په څانګه کې د  شپې برنامې شروع کول
  3. د اړوند ملي او نړیوالو شرکاوو (Partners /Stakeholders) سره ګډې څېړنې
  4. په ساختماني لابراتوار کې د ساختماني شرکتونو لپاره د موادو ټیسټونه ترسره کول
  5. لنډ مهاله مسلکي روزنیز کورسونه رامنځته کول
  6. په يادو شويو مسلکونو کې د ساختنماني پروژو طرحه او ډېزاین کول
  7. د بهرنیو مرستو د جلب لپاره معیاري پروپوزلونو ترتیبول

پوهنځی د اکاډیميکې خپلواکۍ په لرلو سره لاندې موخې ترلاسه کوي:

  1. د ماستری په کچه کادرونو روزل
  2. سیمې او ښکېلو خواوو  د وخت د غوښتنو او اړتیا سره سم په چټکۍ سره  د علمي پروګرامونو ترسره کول
  3. د زده کړو په برخه کې د عصري مېتودونو پلي کول
  4. له ملي او بین المللي اعتبار ورکوونکو ادارو څخه اعتبار تر لاسه کول او په دوامداره توګه یې ساتل
  5. د لېکچر نوټونو او کتابونو چاپ چارو ته پراختیا ورکول
  6. د تدریس د نویو میتودونو د ترلاسه کولو په موخه په ملي او نړیواله کچه د ټریننګونو برابرول او برخه پکې اخستل
  7. د برېښنایي زده کړو د عامولو په موخه د اړینو پروګرامونو پلان او پلي کول
  8. د څانګو  د مسلکي او تخنیکي عملي پروګرامونو او پروژو په برابرولو کې رغنده ګامونه پورته کول
  9. د نړېوالو پوهنتونونو،  داخلي دولتي او غیر دولتي موسېساتو   سره د تواميتونو، تفاهم لیکونو او د ګډې همکارۍ د چارو پر مخ وړل.
  10. د څېړنو د چارو اصلاح او ترسره کول.

         

  1. پوهنځی  د اداري خپلواکۍ په لرلو سره لاندې موخې ترلاسه کوي:
  1. د نویو علمي پروګرامونو ایجاد او د تشکیل زیاتوالی
  2. د دفتري چارو او اداري سیستم نوي کول
  3. د معالوماتو او ارقامو د خوندي پاتي کېدو په موخه ډېټابېس رامنځته کول
  4. د شته اداري او خدماتي کارکوونکو زیاتول
  5. په اداري چارو کې د معلوماتي تکنالوژۍ د وسايلو کارول
  6. د تدارکاتي اسانتياوو برابرول
  7. په اغېزمن او په ټاکلي وختونو کې له سرچينو څخه ګټه اخيستل

۳.۵. د فساد پر وړاندې مبارزه

دا چې فساد داسې يوه ناوړه پديده ده چې د ټولنې د  پرمختګ او ثبات  د مخنیوي لامل ګرځي، انجینري پوهنځی  په پام کې لري چې د خپلو اړوندو چارو په برخه کې د هر ډول فساد مخنیوي په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د اداري فساد مخنیوي اړوند ټولییز پوهاوی
  2. د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د مقرراتو، لوایحو او قوانینو پلي کول او څارنه
  3. په پوهنځي  کې د فساد اړوند مواردو معالومول او د  حل لارې ورته  پیداکول
  4. د پوهنځي د  ټولو برخو  څخه  په کلکه څارنه
  5. د مجازاتو او مکافاتو د اصل رایجول او پلي کول
  6. دفتري چارې له انالوګ څخه ډیچیټل سیستم ته اړول
  7. د هر ډول غیر قانوني کړنو مخنیوی کول
  8. د عدلي او قضايي مراجعو سره په اړنده چارو کې مرسته کول

۴.۵. اداري بیروکراسي

په نړیواله کچه په ادارو کې منفي بیروکراسي د چارو د ښه سمبالښت په برخه کې یو منل شوې ستونزه ګڼل کېږي، منفي بيروکراسي له سرچينو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او ټاکلو موخې ته د رسيدو پر وړاندې د بنسټيزو خنډونو له جملې څخه ګڼل کېږي،پر همدې اساس،  پوهنځی د پوهنتون په همکارۍ  تل هڅه کوي چې د چارو د چټکتیا، روڼوالي او موثریت په موخه د منفي بیروکراسۍ د لمنځه وړولو لپاره لاندې کړې ترسره کړي:

  1. د معالوماتي ټکنالوژۍ پر مټ د پوهنځي، څانګو او  تدریسي مدیریت  نښلول
  2. په اداري پروسو کې د غیر ضروري پړاوونو لمنځه وړل
  3. د اداري کړنو د روڼتیا په موخه د کمپیوټري پروګرامونو رامنځته کول
  4. د سيستماتيکي څارنې او پلټنې د فعاليتونو ترسره کول او تنظيمول
  5. خدماتي څارنه او ارزونه

۵.۵. د عملیاتي پلان تاییدول

د ستراتېژیکو موخو لاسته راوړلو لپاره عملیاتي پلانونو او طرحې د وخت او امکاناتو په نظر کې نیولو سره د مدیریت یو اساس اصل تشکیلوي، چې چارې په ټاکل شویو وختونو کې په اغېزمنه توګه د مثبتو پایلو په لرلو سره ترسره شي. پر همدې اساس، انجینري پوهنځی  د چارو د ښه سمون لپاره اړینه بولي چې د ستراستژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره علمیاتي پلانونه ترتیب او لاندې کړنې ترسره کړي:

  1. د عملیاتي پلان په جوړولو کې د ښکیلو خواوو شریکول
  2. د عملیاتي پلانونو د ترتیب او تایید څخه ډاډ ترلاسه کول
  3. د عملیاتي پلانونو د پلي کېدو او تطبیق څارنه
  4. د پوهنځي  د مربوطه اداري واحدونو د عملیاتي پلان د پلي کېدو شواهد راټول او د یادو شواهدو پر اساس لازمې کړنې ترسره کول
  5. عملیاتي پلانونو سره سم د اړوندو  کړنو راپورونه ترتیب او وړاندې کول
  6. د عملیاتي پلانونو د نه اجراء شویو چارو لپاره د تدابیري پلانونو ترتیبول
  7. د عملياتي پلانونو د اجراء لپاره د سرچينو او پاېلو په نښه کول
  8. د اړونده خواو سره د تطبيق لپاره د پلانونو شريکول

 

۶.۵. د څارنې او ارزونې پیاوړي کول

 د پوهنځي  له پلان سره سم د خپلو چارو ترسراوي څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه په دوامداره توګه د څارنې او ارزونې په برخه کې لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د رهبرۍ په کچه د چارو څخه لیدنه او تېروتنو د مخنیوي او سمون په موخه لازمې پرېکړې کول
  2. د اداري کړنو په هکله له  پوره دقت څخه کار اخستل
  3. د علمي او اکاډمیکو چارو د ګړنديتوب لپاره له اوږدو پروسو ډډه کول
  4. د څارنې او ارزونې لپاره د ځانکړې کمېټې  رامنځته کول

۷.۵. د توامیتونو پراختیا

علمي تواميتونه د تجربو شريکولو، ظرفيتونو لوړولو او مرستو په جلب کې د پوهنتونونو او په خاصه توګه له پوهنځيو سره ډېره مرسته کولی شي. انجینري پوهنځی  په تېرو لسو کلونو کې له بېلابېلو ملي او نړېوالو پوهنتونونو او ادارو سره تواميتونه کړي دي چې دې پوهنځي  ته خورا ګټور تمام شويدي. انجینري پوهنځی  تراوسه  پورې ۵ تواميتونه له دولتي اورګانونو او دوه تومیتونه له  نړیوالو پوهنتونونو او ادارو سره لاسلیک کړي، چې د پوهنځي  د چارو په سمون او پرمختګ کې د پام وړ همغږي ترسره کوي.  پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو کې د شتو تواميتونو ساتلو او د نورو تواميتونو کولو لپاره لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د بهرنیو اړیکو او مرستو د جلب  کمېټه ایجادول
  2. په یاده کمېټه کې د نړیوالو تجربو لرونکو  غړیو ځای پر ځای کول
  3. یادې کمېټو ته پالیسي او اړوند ټول اداري اسناد چمتو کول
  4. د یادې کمېټې چارو ته پوره پام لرنه او پراختیا ورکول
  5. د یادې کمېټې پر هڅو  د نړیوالو او سیمه ییزو پوهنتونونو او ادارو څخه د توامیت له مخې په علمي او مالي برخو کې د  مرستو جلبول
  6. د پوهنتونونو، علمي او تخنيکي سازمانونو او ټولنو سره په اړونده چارو کې د اړيکو تامين او پالل
  7. د مالي خپلواکۍ د کار وړنې له لارې د اړيکو پياوړي کول
  8. له دولتي اړونده ادارو څخه د هر اړخيزو مرستو ترلاسه کول

۸.۵. د مرستو جلبول

په اوسني عصر کې هيڅ یوه اداره نشي کولی په یواځې ځان خپلې ټولې چارې په ښه ډول ترسره او خپلو موخو ته ورسېږي. نو بناً ټولې ادارې اړ دي چې د خپلو چارو د ترسره کولو په برخه کې داخلي او بهرنۍ همکارۍ او مرستې ترلاسه کړي. د انجینري پوهنځی هم د خپلو چارو د ښه ترسراوي او پرمختګ لپاره کورنیو او بهرنیو مرستو ته اړتیا لري، چې د ترلاسه کولو په موخه یې لاندې کړنې په راتلونکو پنځو کلونو کې ترسره کوي:

  1. د مرستو د جلب او د اړیکو د ټینګولو کمېټو ته پراختیا ورکول
  2. له مربوطه ملي او بین المللي ادارو سره توامیتونو لاسلیکول او حد اکثر ګټه ترې پورته کول
  3. کمېټو ته د اړونده چارو د ترسراوي لپاره د پلانونو او پالیسیو ترتیب او تهیه کول
  4. د ترسره شویو توامیتونو او اړیکو څخه د پوهنځي  په هر اړخیز پرمختګ کې موثره ګټه پورته کول
  5. په ملي او نړیواله کچه له پوهنتونونو سره په عملي چارو د همغږیو او فرصتونو زمینه برابرول
  6. د پوهنځي  د فزیکي او معنوي جوړښت او پرمختګ په موخه د حقیقي او حکمي اشخاصو څخه معنوي او مادي مرستو جلبول
  7. د پوهنځي سره د مرستو لپاره د اړونده سرچينو هڅول

۹.۵. د جنډر مسایل

د ټولنیز ژوند د پرمختګ او ټولنې هر اړخیزې ودې لپاره نارینه او ښځینه پرته له کوم تبعیض او امتیاز څخه په ګډه د اړوندو چارو په ترسره کولو کې فعاله ونډه اخلي. دا چې افغانستان د څو لسیزو داخلي جګړو او ورانیو له کبله په بېلابېلو برخو کې ویجاړ او وروسته پاتې شوی چې له امله یې د ښځو ونډه دنارېنوو  پرتله کمه شوېده. لازمه ده چې ښځې هم د سړیو په څېر په ټولو اداري او مسلکي کړنو کې د امکان تر بریده په فعاله توګه ونډه واخلي، څو د بشري قويې شته تشه ډکه او چارې په معیاري شکل ترسره شي او هم ښځې له خپلو حقوقو برخمنې شي. پوهنځی د علمي بنسټ په توګه په پلان کې لري، چې د نارینه وو تر څنګ ښځو ته هم په علمي او اکاډمیکو برخو کې مساوي ونډه ورکړي، چې پدې برخه کې لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. په علمي او تحصیلي پروګرامونو کې د نارینه محصیلینو ترڅنګ د ښځینه محصیلینو شمېر زیاتوالي ته پوره پاملرنه
  2. د لوړو زده کړو ترلاسه کولو په موخه ښځینه محصیلینو د تشویق لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو پېلول
  3.   ښځینه کادرونو ته د امکان تر بریده  زمینه برابرول
  4. د نظري زده کړو تر څنګ ښځینه محصیلینو ته د عملي زده کړو پراختیا
  5. ښځینه محصیلینو ته د تفریح ځایونو رغول او د بېلابېلو سهولتونو برابرول

۱۰.۵. د پوهنځي  د بودیجې زیاتوالی

پوهنځی هوډ لري په علمي، اداري او فریکي برخه کې پراختیا ومومي چې په راتلونکي کې د یو پرمختللي پوهنځي په توګه وکولای شي په فوق العاده توګه خپل خدمات وړاندې کړي. اړینه ده چې د لاندې چارو د ترسره کولو لپاره په خپله بودیجه کې په دوامداره توګه زیاتوالی رامنځته کړي، چې دې موخې ته د رسېدو په پار لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د ماسترۍ برنامې شروع کول
  2. د  شپي برنامې  فعالول  
  3. د اړوند ملي او نړیوالو شرکاوو (Stakeholders) سره ګډې هڅې
  4. لابراتوارونو پراخ او مجهز کول
  5. د سیمې په کچه دسېول انجینري په برخه کې د   څېړنيز مرکز ایجادول
  6. لنډې مودې مسلکي روزنیز کورسونه رامنځته کول
  7. د بهرنیو مرستو د جلب لپاره معیاري پروپوزلونو ترتیبول
  8. په علمي غونډو کې د ګډون له لارې د غړيتوب او برخې اخيستنې پر سر د ټاکلي فيس ترلاسه کول.

۵.۱۱ : د ټولنې په پرمختګ کې ونډه:

انجینري داسي يو مسلک دي چې د ټولنې د قشر هر وګړی ورته تر نورو  ټولو برخو ډیره اړتیا لري.  همدغه انجینران دي چې، د ښکلو پارکونو  او نوروعصري  ساحتمانونو په طرحه او ډیزاین کولو سره انسانانو ته روحي ارامتیا او هيواد ته اقتصادي وده ورکوي.

انجینري پوهنځی نه يواځې دا چې ټولنې ته د خدمت په موخه  مسلکي انجینران روزي بلکه د پوهنځي د علمي کادر غړو او محصلینو د علمي مقالو او څيړنو پر مټ  په اکاډمیکه او علمي برخه کې پراخه ونډه لري چې دا ګړنه د  ننګرهار ولایت اړوند  انجینري   سکتورونوسره  د پوهنځي د علمي کادر غړو د علمي څيړنو د پایلو شریکولو پر اساس منځته راغلي دي.

انجینري پوهنځی علمي کادر غړي نه یواځې داچې په تدریسي او علمي کارونو بوخت دي بلکې د پوهنتون په داخل کې د نويو جوړېدونکو ودانيو د کار د کیفیت د څارنې دندې هم پرمخ وړي .

همدارنګه د پوهنځي ځېنې استادان د ولایت په کچه  په دولتي  انجینري کميسيونو کې ونډه لري .

۶. علمي او اکاډمیک پروګرامونه

د پوهنځي او څانګو اصلي دنده د علمي برنامو ترسره کول دي. په همدې اساس، انجینري پوهنځی په پام کې لري، چې د یو با کیفیته او پرمختللي پوهنځی  په توګه بېلابېلږ انجینري   پروګرامونه پر مخ یوسي، چې له امله یې په هېواد او نړۍ کې د انساني ژوند په ښه والي او پرمختګ کې پوره ونډه لرلي وي. په دې لړ کې پوهنځی د علمي او اکاډمیکو پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د تخصصي او مسلکي برخو د پرمختګ په موخه نویو علمي پروګرامونو ایجادول، چې عبارت دي له:
  1. د سېول انجینري په څانګه کې د ماستري برنامې شروع کول  (۱۴۰۰)
  2. د سېول انجینري په څانګه کې د شپې برنامې شروع کول (۱۴۰۰)
  3. د د برېښنايي انجینرۍ څانګي ایجادول(۱۴۰۰)
  1. د ماسترۍ او دکتورا سکالرشيپونوترلاسه کول
  2. د څېړنو  معیاري کول
  3. وېب پاڼې نوي کول
  4. د نویو علمي او څېړنیزو مجلو او ژورنالونو تاسیسول
  5. علمي نصاب د مارکیټ او بازار غوښتنو سره عیارول
  6. د کتابتون  معیاري کول
  7. د علمي تجربو د شریکولو په موخه له نورو پوهنتونونو څخه د استادانو ( Visiting Professors ) رابلل
  8. د علمي سیرونو پراختیا    

۱.۶. په علمي کادر کې وړ او مسلکي استادانو زیاتول

داچې د ننګرهار پوهنتون انجینري پوهنځی  د لوړو زده کړو وزارت قانون او مقرراتو سره سم د انجینري په دريو رشتو کې    کې ټولنې او سیمې ته وړ کادرونه روزي، نو تل هڅه کوي چې د مسلکي او وړ کادرونو په جذبولو کې لاندې ټکي په پام کې ونیسي:

  1. د لوړو زده کړو وزارت قانون د تقرر شرایطو په رڼا کې داسې اشخاص په کادر کې جذبول چې اکاډمیکو ارزښتونو ته ژمن وي.
  2. د مسلک او تخصص په پام کې نیولو سره د پیاوړو او مناسبو اشخاصو ګمارل
  3. په تقرر کې وړ دوکتور او ماستر تشخیصول او لومړيتوب ورکول
  4. په کادر کې د شمولیت لپاره د شفافي پروسې رامنځته کول
  5. د موجوده علمي کادرونو ظرفیت ته وده او پراختیا ورکول

۲.۶. د علمي کادر غړو ظرفیت لوړول

د علمي موسساتو د هر اړخیز پرمختګ یو مهم لامل د اړوندو ادارو بشري ځواک او کار کوونکي ګڼل کېږي. کار کوونکي د مربوطه ادارو د رهبرۍ چارې په ښه ډول ترسره کوي او هم ورته د اهدافو تحقق لپاره بېلابېلې مادي او معنوي سرچینې رامنځته او ورڅخه موثره ګټه پورته کوي. پر همدې اساس، انجینري پوهنځی  د پرمختګ او پراختیا لپاره په پام کې لري چې د علمي او اداري کاري ځواک د ظرفیت د کچې د لوړولو په پار لاندې کړنې په راتلونکو پنځو کلونو کې ترسره کړي:

  1. د علمي کادر غړو ته په ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونو کې د زده کړو زمینه برابرول.
  2. د شتو مسلکي او منلو کادرونو څخه د پوهنځي او پوهنتون  په پرمختیايي او روزنیزو چارو کې ګټه پورته کول
  3. د پوهنځي  پرسونل ته د نويو اړتياوو د پېژندنې په اړه د داخلي روزنو او ټريننګونو فرصتونونو برابرول
  4. د پوهنځيو ریيسان او د مختلفو څانګو مشرانو د غوره او پياوړې پوهنتوني اداري ستراتيژۍ طرحه کولو لپاره رهبري کول.
  5. تدریسي او اجرايوي  مديران په هغه مهارتو روزل او سنبالول چې د کارونو د ښه پرمخ بيولو وړتيا ترلاسه کړي.
  6. په ښوونيزو مهارتونو، وړتياوو او نوې ټکنالوژۍ باندې د علمي کادرونو سمبالول.
  7. د ستراتيژيک پلان او کړنلارو د پلي کيدو  په اړه د اداري پرسونل روزل.
  8. د غوره زده کړې او ښوونې د زياتېدنې او وده ورکونې په موخه دلرې واټن د زده کړې لپاره اسانتياوو  برابرول.
  9. تدريسي غړو ته د انګريزي او نورو بهرنیو ژبو د روزنې اسانتیا برابرول.
  10. پوهو او وړ  استادانو له پاره د علمي ، څېړنيزو او عملي پروژو د عملي کولو اسانتياوو برابرول.
  11. د سمينارونو، کنفرانسونو، ورکشاپونو،سمپوزيمونو او د کورنېو او بهرنېو ښوونيزو کورسونو دايرول

 

 

۳.۶. علمي څېړنه او پلان جوړونه

په نړیواله کچه څېړنې او د څېړنو ترسره کولو لپاره پلان جوړونه د څانګو  د ودې او پرمختګ په برخه کې خپل ځانګړی رول لوبوي.  انجینري پوهنځی  هم په راتلونکو پنځو کلونو کې ژمن دی چې د علمي څېړنو د ترسره کولو او ودې ورکولو لپاره لاندې کړنې ترسره کړي:

  1. د   پوهنځیو او څانګو په کچه د څېړنو د یو موثر میکانېزم رامنځته کول
  2. د څېړنيزو کړنو او پروژو د ترسره کولو له پاره د بودېجې او امکاناتو برابرول
  3. د ننګرهار پوهنتون د ریاست په همکارۍ له  نړيوالو پوهنتونونو، علمي سازمانونو او ټولنو سره د اړيکو ټينګول او دڅېړنیزو پروګرامونو پرمخ بيولو له پاره  د مرستو جلبول
  4. د شتو لابراتورونو تجهیز او رغونه
  5. د څېړنيزو پروژو د پايلو او لاسته راوړنو خپرول او د اړوند ادارو سره یې شريکول
  6. د پوهنتوني څيړنيزو مرکزونو له لوري د خصوصي سکتور دستونزو او اړتياوو د حل له پاره د څېړنيزو پروژو طرحه کول
  7. د څېړنې په برخه کې د علمي، اداري پرسونل او محصیلینو روزل
  8. د څېړنيزو پروګرامونو ترسره کولو له پاره استادان بهرنيو هيوادونو ته استول چې دعلمي، څېړنيزو او نظري کارونو ترسره کولو وړتيا ترلاسه او له غوره پايلو سره هېواد ته راستانه شي.
  9. په نړيوالو څيړنيزو او علمي مجلو کې د څېړنيزو پروژو د پاېلو د خپرولو لپاره د څيړونکو هڅونه
  10. د څيړنيزو پروژو له پاېلو څخه د خبرتيا په منظور نندارتونونو دايرول
  11. د ګډو څېړنو د ترسره کولو لپاره هڅونې او مرستې

۴.۶. فوق لسانس پروګرامونه

د هېوادونو او ټولنو د پرمختګ او وروسته پاتې والي لامل د اړوند هېواد د وګړو د پوهې او علمیت د کچې سره تړاو لري. د کومو هېوادونو پوهنتونونه چې خپلو وګړو ته د علمي او مسلکي زده کړو لپاره لسانس او فوق لسانس فعاله پروګرامونو لري هېوادونو یې په هر اړخيزه توګه پرمختګ او وده کړې ده او وګړو ته یې د هوسا ژوند کولو اسانتیاوې او زمینه برابره کړې. همدا علمي پروګرامونه چې د ژوندانه بېلابېلې ستونزې حلوي او د پرمختګونو لپاره لوری ټاکي.

انجینري پوهنځي چې د هېواد په سطحه د کابل او پولتخنیک څخه ورسته دریم پوهنځي دی چې تر دې دمه ېې په ۳۶ دورو کې د لسانس په کچه د انجینري په مختلفو رشتو کې مسلکي انجینران ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. داچې په هېواد کې یواځې د پولتخنیک پوهنتون د ماستري تر کچې لوړې زده کړې پرمخ بیاېې نو لازمه ده چې د ننګرهار پوهنتون انجینري پوهنځي د سېول په څانګه کې د ماسترۍ ترکچې لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.  

  1. په راتلونکو پنځو کلونو کې د سېول انجینري په څانګه کې د ماسترۍ  پروګرام شروع کول
  2. نویو علمي پروګرامونو د ایجاد لپاره د لازمو کادرونو، وسایلو او امکاناتو چمتوالی
  3. د څېړنو لپاره د اسانتياوو برابرول
  4. د بهرنېو مرستو جذب، ترلاسه کول او اغېزمن استعمال
  5. د پروګرام د پايښت لپاره د اغېزمنې استراتيژۍ انکشاف
  6. ټولنې ته د خدمت لپاره د غوره او لوړ کېفيت فارغانو وړاندې کول

۵.۶. د کریکولم پراختیا

دا چې نړۍ او ټولنه په دوامداره توګه د بدلون او پرمختګ په حال کې ده، پوهنتونونه او تحصیلي موسسې اړ دي،چې د خپلو علمي پروګروامونو کریکولمونه د وخت، بازار او نورو ښکېلو خواوو د غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د کریکولم د بیاکتنې په ترڅ کې د نصاب موضوعاتو کې وخت په وخت نوي او مثیت بدلونونه رامنځته کړي.  پوهنځی  د خپلو اړوند علمي پروګرامونو د مثبت بدلون او د شرکاوو  غوښتنوته د ځواب ویلو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې کړنې ترسره کوي: 

  1. د پوهنځي  په کچه د کریکولم د کمېټو پیاوړي کول
  2. د کریکولم کمېټو غړو لپاره د اصلاحاتو په موخه نوې کړنلارې او پالیسۍ تهیه کول
  3.   پوهنځی او څانګو په کچه د علمي کادر غړو لپاره د کریکولم د نوي والي او سمون په موخه د لازمو تریننګونو چمتو کول
  4. د کرېکولم په بیاکتنه او پراختیا کې  د متخصصو اشخاصو، فارغانو او کارګمارنې مراجعو سره مشورېکول.
  5. له اړتيا سره سم له نړيوالو پوهنتونونو سره د کریکولم په بيا سمون او انکشاف کې ملتيا
  6. له نړيوالو معتبرو پوهنتونونو څخه د نويو چاپ شويو خپرونو او کتابونو ترلاسه کول
  7. له کریکولم څخه د مطلوبو موخو د لاسته راوړلو په غرض ارزونه
  8. له ټاکل شوي کریکولم سره سم د درسي موادو تهیه او برابرول
  9. د کریکولم د پلي کېدو څخه د ډاډ په موخه د اړوندو علمي پروګرامونو څخه راپورونه راټولول

۶.۶. د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونه

پوهنتونونه د خپلو ملي او نړیوالو تحصیلي معیارونو په رڼا کې د خپلو خدماتو د ښه باور  ترلاسه کولو په موخه تل هڅه کوي چې په خپلو علمي او څېړنیزو پروګرامونو کې بهتروالی راولي.  نوموړې چارې د ملي او یا هم د نړیوالو اعتبار ورکونکو ادارو لخوا  دبیا کتنې او ارزونې پروسو په بهیر کې ارزول کېږي چې په پایله کې یې اړوند پوهنتونونو خدمات د اعتبار بېلابېلې درجې ترلاسه کوي او د علمي او څېړنیزو چارو د نوي والي او غوره والی سبب ګرځي. پر همدي اساس ننګرهار پوهنتون  انجینري پوهنځي په راتلونکو پنځو کلونو کې  د ښه باور او اعتبار تر لاسه کولو لپاره د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي:

  1. د ملي او بین المللي تضمینونکو ادارو څخه د کیفیت تضمین او اعتبار لاسته راوړل
  2. په ملي او بین المللي کچه د پوهنځي  د خدماتو کیفیت او درجې لوړول
  3. د کیفیت د تضمین او لوړولو په موخه د مسلکي کاري ټیم رامنځته کول
  4. په ټولنه کې د پوهنځي  د اعتبار زیاتولو لپاره د ټولنیزو ستونزو په حل کې فعاله ونډه اخستل
  5. په پوهنځي  کې د ښو زده کړو ټولې اسانتیاوې برابرول
  6. د نظري زده کړو په څنګ کې عملي زده کړو ته اسانتیاوې برابرول
  7. د کیفیت د ښه والي په موخه د نورو پوهنتونونو له انجینري څانګو او تحصیلي موسسو سره همغږې
  8. په زده کړو کې د تدریس نویو میتودونو څخه ګټه پورته کولو لپاره اسانتیاوې برابرول
  9.  د پوهنځي  د ستراتېژیکو موخو د تحقق لپاره له پوهنتون  سره همغږي
  10. د روزنیزو پروګرامونو پیاوړتیا او عامول
  11. محصیلنو، اداري او علمي کادر غړیو ته کیفیت د ښه والي د معیارونو په هکله عامه پوهاوی ورکول
  12. د پوهنځي  په وسيله د اړونده پروسې خدماتي څارنه او ارزونه
  13. د اړونده خواوو هڅونه او ژمنې ترلاسه کول

۷.۶. د ښوونیزو موادو چمتو والی

نن ورځ د نړۍ پوهنتونونه په دې هڅه کې دي چې د باور ترلاسه کولو لپاره خپلو علمي پروګرامونو د کريکولمونو د سمون وروسته اړونده درسي مواد د نویو میتودونو په پام کې نیولو سره چمتو کړي، چې د مناسبو ښوونیزو موادو په تدریس سره وکولای شي چې له یوې خوا د وخت شرایط  او بدلونونه په پام کې ونیسي او له بلې خوا د خپلو اړوند ښکېلو خواوو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايو، چې پایله به يې د مربوطه پوهنتون د لوړې درجې  او باور تر لاس کول وي. انجینري پوهنځي هم  په راتلونکو پنځه کلونو کې د ښه باور د ترلاسه کولو په موخه د خپلو علمي پروګرامونو د ښوونيزو موادو د چمتو کولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي:

  1. د نصاب او  درسي موادو د سمون او ښه والي لپاره د کريکولم  کمېټې چارو ته  پراختيا ورکول
  2. د سيمې د اړتياوو او غوښتنو سره سم د پوهنځي د بیلا بیلا رشتو  درسي نصاب برابرول
  3. د کرېکولم کمېټې کړنې د نویو مېتودونو سره همغږې کول
  4. په څانګو کې د نصاب او کریکولم کمېټې چارو ته ځانګړې پاملرنه او پراختيا ورکول
  5. د درسی موادو د پياوړتيا په موخه د علمي کادر غړیو د تالیفاتو چارو ته خاصه توجه کول او په دې برخه کې د هغوی هڅونه
  6. د پوهنتون د ریاست په مرسته  د علمي کادر غړو لپاره د هېواد په داخل او له هېوادڅخه بهر د روزنیزو پروګرامونو برابرول
  7. د ټولنې او زده کړيالانو د نظرياتو ترلاسه کول او تحليل

۸.۶. د برېښنايي زده کړو پروګرامونه

دا چې په نړیواله کچه پوهنتونونه د حضوري زده کړو تر څنګ د غیر حضوري زده کړو پروګرامونه پر مخ وړي او د شته امکاناتو پر مټ د خپلو خدماتو پوښښ ته پراختیا ورکوي ، دې موخې ته د رسېدو په پار پوهنتونونه په خپلو خدماتو کې د ټکنالوژۍ ونډه زیاته او موثره ګټه ترې پورته کوي. د علمي او څېړنیزو بهیرونو د پیاوړتیا او موثریت لپاره پوهنتونونه خپلو اړوند ښکېلو خواوو ته د برېښنایي اسانتیاوو په چمتوکولو سره هر اړخیز نوی والی او مثبت بدلون رامنځته کوي. د حضوري علمي پروګرامونو سره په څنګ کې پوهنتونونه اړ دي چې د انلاین کورسونو او ګډو زده کړو لپاره د انلاین سرچینو اسانتیاوې رامنځته او ګټه ترې پورته کړي. د نوموړې چارې د ښه مدیریت په موخه پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د برېښنايي زده کړو  کمېټې ته پراختیا ورکول
  2. د برېښنايي زده کړو په اړه علمي کادر غړيو ته د ورکشاپونو برابرول
  3. په  پوهنځي کې د برېښنايي زده کړو عامول
  4. د برېښنايي زده کړو د پروګرامونو پلي کېدا څخه بشپړه څارنه
  5. د برېښنايي زده کړو د ښه ترسراوي لپاره د یوې ځانګړې پاليسۍ(کړنلارې) رامنځته کول
  6. د  پوهنځي محصیلینو ته د برېښنايي زده کړو په هکله معالومات ورکول
  7. د اسانتياوو برابرول

 

۹.۶. معالوماتي ټکنالوژۍ ته لاسرسی

دا چې په نړۍ کې معالوماتي ټکنالوژي د معالوماتو په ترلاسه کولو، خوندیتوب ، د اړیکو په ټینګولو،  ښه مدیریت او د روزنیزو پروګرامونو په برخه کې رغنده دنده ترسره کوي، اړینه ده چې پوهنتونونه هم په کافي اندازه خپلې چارې د معالوماتي ټکنالوژۍ پر مت پیاوړي کړي. پوهنځی  هم معالوماتي ټکنالوژۍ څخه د خپلو چارود انسجام او چټکیا په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. زېربېناوو ته پراختیا او وده ورکول
  2. د اداري، تخنیکي او مديريتي چارو سمون او پراختيا
  3. د اي ټی امنیتي وسایلو ته پاملرنه او پراختیا
  4. سوپر وای فای (WiFi) ته پراختیا ورکول
  5. د پوهنځي  اړوند ټولې څانګې او اداري برخې د معالوماتي ټکنالوژۍ پواسطه وصلول
  6. په ټولو اداري دفترونو کې ډېجېټل ټېلیفون اسانتیاوې رامنځته کول
  7. د پوهنځي په ټولو څانګو کې  کې معالوماتي ټکنالوژۍ ته د لاسرسي په غرض د یو تن مسؤل ټاکل
  8. د معالوماتي ټکنالوژۍ ټولو کار کوونکو ته روزنیز ورکشاپونه برابرول

۷. لوړو زده کړو ته لاسرسی

زده کړې د وګړو یو له اساسي حقوقو څخه ګڼل کېږي، چې له نېکه مرغه د هېواد د اساسي قانون له مخې د لسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې د دولت لخوا په وړیا توګه د قانون د حکمونو په پام کې نیولو سره د دولت لخوا وړاندې کېږي. عامه وګړي د لسانس پروګرام زده کړو څخه پورته لوړې زده کړې د یو لړ لګښتونو په ورکولو سره په هېواد او له هېواد څخه بهر ترسره کولی شي. انجینري پوهنځی  لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه اوس مهال درې  علمي پروګرامونه   پرمخ بیايي. لوړو زده کړو ته په شفافه توګه د لاسرسي په موخه پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د انجینري مسلک د اهمیت په اړه عامه وګړو ته د عامه پوهاوي لپاره هر اړخیز معالومات وړاندې کول
  2. د کانکور له لارې په شفافه توګه زده کړو ته د لاسرسي زمینه برابرول
  3. د وخت او بازار د غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د نویو علمي پروګرامونو ایجادول
  4.  د ټولنې او اړونده خواوو سره د لاسته راوړنو شريکول

۱.۷. لوړو زده کړو ته پراخه د لاسرسی

هېوادونه هڅه کوي چې خپلو وګړو ته په پراخه توګه د لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره بېلابېلې اسانتیاوې برابرې کړي او هېواد یې په هر اړخیز ډول پرمختګ او وده وکړي.  د افغانستان لوړو زده کړو وزارت هم پدې هڅه کې دی چې د هېواد وګړي یې په بېلابېلو علمي برخو کې لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسي ولري. ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې انجینري پوهنځی لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه دريوو رشتو کې  علمي پروګرامونه پرمخ بیايي. لوړو زده کړو ته په شفافه توګه د پراخه لاسرسي په موخه پوهنځی  په راتلونکو پنځو کلونو لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. په پوهنځي  کې د موجوده علمي پروګرامونو څخه موثره ګټه پورته کول
  2. خپلو علمي پروګرامونو د جذب ظرفیت ته پراختیا ورکول
  3. عامه وګړو ته د علمي پروګرامونو په اړه پوره او نوي معالومات ورکول
  4. د وخت له غوښتنو سره سم د نویو علمي پروګرامونو رامنځته کول

۲.۷. لوړو زده کړو ته د ښځینه وو پراخه لاسرسی

دا چې ښځې د ټولنې په بشري ځواک کې له نیمايي څخه زیاته برخه تشکیلوي او د ټولنې په هر اړخیز پرمختګ کې د نارینه و تر څنګ په پراخه کچه اړوند چارې پرمخ بیايي، اړینه ده چې ښځینه هم له نارینه سره په ټولو حقوقو او امتیازاتو کې په مساوي اندازه ونډه ولري. د لوړو زده کړو په پروګرامونو کې هم د ښځینه وو ونډه د نارینه وو په څېر په پام کې نیول شوې. انجینري پوهنځی  لوړو زده کړو ته د ښځینه وو د پراخه لاسرسي په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د جنډر برابروالی په نظر کې نیول
  2. ښځینه محصیلینو ته د پوهنځي  په علمي پروګرامونو کې ګډون لپاره زمینه برابرول او تشویقول
  3. ښځینه محصیلینو ته د لوړو زده کړو ته د تشویق په موخه که د معیاري ټولګي شمېره پوره کړي،د جلا  درسي ټولګیو چمتو کول
  4. د ښځینه استادانو په علمي کادر کې شاملول
  5.  د پوهنتون پرمټ ښځینه لیلیو او ټرانسپورت اسانتیاوو ته وده ورکول

۳.۷. د کریډیټ سیستم پیاوړتیا

داچې د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې انجینري پوهنځي د لومړي ځل لپاره د کریدیت سیستم په ۱۳۹۱ کال کې شروع کړ چې په لومړيو وختو کې يو لړ ستونزي درلودې. خوشبختانه اوس مهال د کریدیت نړيوال سیستم له نړیوالو معیارونو سره د پوهنځي په ټولو رشتو کې پلی کيږي. پوهنځی  د کریډیټ سیستم زده کړو د پیاوړتیا او معیاري کېدو په پار لاندې کړنې په پام کې لري:

  1. د علمي کادر ټولو غړو ته د کریډیټ سیستم د عملي کېدو په اړه روزنیز ورکشاپونه پېلول
  2. د کریډیټ سیستم د موثریت په اړه محصیلینو ته معالومات ورکول
  3. په اړوندو څانګو  کې د کرېډیټ سیستم عملي کېدو څارل
  4. د کرېډیټ سیستم په ښه بڼه د پلي کېدو په هکله تدریسي او اجرایوي مدیرانو ته پوهاوی ورکول
  5. د پایلو پر بنسټ د زده کړو په نتیجه کې د کرېډیټ لایحې موخې ترلاسه کول
  6. د شاګرد محورۍ د زده کړو دودول
  7. د کرېډیټ لایحې په اساس د عملي زده کړو پیاوړي کول
  8. د ټرانسکریپټونو د ترتیب په برخه کې د نمرو درجه بندي د فیصدۍ تر څنګ د   GPAپه سیستم برابرول

 

۴.۷. د محصیلینو لپاره د خدماتو او اسانتیاوو پیاوړتیا

پوهنتونونه هڅه کوي تل په خپلو علمي او خدماتي چارو کې محصلینو ته د پام وړ سهولتونه برابر او غوره پایلو په لرلو سره محصلین وروزي چې پوهنتونونه د هېواد او په نړیواله کچه د محصیلینو توجه او رضایت خپل کړي.  د خدماتو او سهولتونو په وړاندې کولو سره پوهنتونونه غواړي چې له یو پلوه په علمي ټولنې کې خپل حیثیت لوړ کړي او له بل پلوه له همدې لارې مالي او مادي امکانات پراخه کړي. نو پر همدې اساس د انجینري پوهنځی  د غوره خدماتو او اسانتیاوو د پیاوړي کولو په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. محصیلینو ته د علمي سفرونو زمینه برابرول
  2. سپورتي اسانتیاوې برابرول
  3. محصلینو ته د زده کړو د برابرولو ترڅنګ، د لازمو مهارتونو چمتووالی
  4. د وېبسایټ له لارې محصلینو ته پوره معالومات په واک کې ورکول
  5. د محصلینو وړاندیزونو او شکایاتو ته لاسرسی
  6. د علمي او عملي زده کړو په برخه کې محصلینو لپاره اړوندو سکتورونو سره د توامیتونو رامنځته کول
  7. محصلینو ته د عملي پیاوړتیا په موخه د بېلابېلوعلمي  پروګرامونو او سمینارونو چمتو کول
  8. د پوهنتون د امکاناتو په پام نیولو سره محصلینو (ښځینه او نارینه) لپاره ټرانسپورټ ته پراختیا ورکول
  9. د محصلینو د علمي ظرفیت لوړاوي په موخه کتابتوني اسانتياوو ته پراختیا ورکول
  10. په پوهنځي او څانګو کې د اړوندو لابراتوارونو کیفیت او خدماتو ته پراختیا ورکول
  11. محصلینو ته د ښې زده کړې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول
  12. په نړیوالو علمي سیالیو کې محصیلینو ته د برخې اخستنې زمینه برابرول
  13. په لیلیه کې د محصلینو د ښې روغتیا په موخه د څارن پلاوي ټاکل
  14. د علمي سفرونو تنظيمول
  15. د حشر او داوطلب کارونو لپاره د زده کړيالانو هڅول
  16. د زده کړيالانو لپاره د Internship د پروګرامونو ترلاسه کول او تنظيمول
  17. د ټولنې سره د مرستې لپاره د ټولنيزو خدماتي ډلو تنظيمول

۸. زېربناوې

پوهنتونونه او تحصیلي موسسې تل هڅه کوي چې د علمي او اکاډمیکو پرمختګونوترلاسه کولو په موخه مادي امکانات او د اړتیا وړ پراخه زیربناوې او تاسیسات ولري. همدارنګه اړینه برېښې چې د راتلونکي لپاره بنسټیزې او زیربېنايي پروژې پلي کړي چېپ ه پراخه کچه د لوړو زده کړو بېلابېو پروګرامونو د تطبیق وړتیا ولري. پوهنځی د زېربناوو د پراختیا په موخه د ماسټر پلان له مخې په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې چارې ترسره کوي:

  1. د پوهنځي، څانګو  او اړوندواداري لپاره د مجهزې ودانۍ ودانول
  2. اوبو زیرمو او چاپیریال ساتنې او همدارنګه مهندسۍ څانګو لپاره معیاري ودانۍ جوړول
  3. د پوهنځي  د امنیت لپاره د   امنیتي کیمرو نصبول
  4. د پوهنتون لپاره د اوبو رسولو سیستم جوړول

د پوهنځي د لابراتوارونو لپاره معیاري ساختمان جوړول

۱.۸. د ښوونیزو ودانیو رغونه

د موجوده ودانۍ رغول

د پوهنځي د کانفرانسونو تالار په ساونډ او ويدیويي سیستم برابرول

۹. SWOT تحلیل

ستراتېژیک پلانونه د پوهنتونونو او پوهنځيو  ستراتېژیکې موخې ټاکي او همدغو موخو ته د رسېدو لپاره مسیر او اړوند لازمي کړنې په نښه کوي. موخې ته رسېدل تر هغې شونې ندي چې ترڅو پوهنتون خپله پیاوړتیا، کمزورتیا، فرصتونو او تهدیدونو څخه خبر او پر لاملونو یې غور ونکړي.

د دې لپاره چې انجینري پوهنځی  د پورته ذکر شویو ټکو په اړه پوره مالومات له ځانه سره ولري، لازمه ده، چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره خپل معنوي او فزیکي انځور خپلې مخې ته کېږدي او خپلې ټولې مادي او معنوي زیرمې په هر اړخیزه توګه و ارزوي،چې په پايله  کې د راتلونکو پرمختګونو او موخو ته د رسېدو بشپړ پلان ولري. پوهنځی  یادې موخې لاسته راوړلو لپاره د SWOT لاندینۍ تحلیل ترسره کوي:

  پیاوړتیا ټکي

  1. پنځوس  (۴۰) کلنه کاري تجربه او سابقه
  2. د دريوو فارغ ورکونکو څانګو  درلود
  3. د لوړ رتبه او تجربه لرونکي استادانو  درلودل.
  4. له بهرنیو هیوادونو څخه د راستانه شویو ماستری   درجې درلودونکو ځوانو استادانو لرل
  5. په پرتلیزه توګه د فارغ شویو محصلینو په دندو کې د ګمارنی لوړ چانس لرل
  6. محصلینو ته په دولتی او نادولتی ادارو کې د انټرشیپ د پروګرامونو شتون
  7. د پوهنځي  له فارغانو څخه په لوړه کچه د بازار او ګمارونکو رضایت
  8. د تدریس د نویو مېتودونو پر مټ علمي کادر غړیو لخوا تدریسي بهیر پرمخ وړل
  9. په ملي   کچه له یو شمیر دولتي او خصوصي ادارو سره د تفاهم لیکونو او همکاریودرلودل
  10. محصیلینو لپاره د کارموندنې په برخه کې روزنیزې اسانتیاوې درلودل
  11. محصلینو ته د فراغت  د اسنادو چمتو کولو په برخه کې د پروسې چټکوالی..
  12. په پوهنځي کې د میلمه تدريس کوونکي د پروګرام شتون.
  13. په پوهنتون کې د ګاونډي هېوادونو زده کوونکو لپاره د لوړو زده کړو د شاملېدو امکانات درلودل
  14. د کريدت سیستم د لايحې سره سم د تدريسي بهير پر مخ بيول

کمزورتیا

  1. په مجموع کې د دوکتورا په کچه د علمي کادر غړیو د شمېر کموالی (نشت برابر، يواځې یو تن علمي کادر غړی په زده کړو بوخت دی)
  2. د تدارکاتو او اداري چارو په برخه کې اوږده پروسه او ځنډ

 

  1. د مجهزو کافي لابراتوارونو   او پروژو نشتوالی.
  2. په بهرنيو ژبو په ځانګړي ډول د انګليسي او عربي  ژبو سره د يو شمېر استادانو نا اشنايي.
  3. د يو شمېر استادانو لخوا د کمپيوټر او په ځانګړې توګه د نوې ټيکنالوژۍ کارونه او د هغې په ارزښت د پوهيدنې کموالی.
  4. د اداري چارو په برخه کې د بشري ځواک او تشکیل کموالی
  5. د ښځينه علمي کادرونو او محصیلينو د شمېر کموالی.
  6. د ظرفیت په نه پام کې نیولو سره د لوړو زده کړو وزارت لخوا د زيات شمېر محصلينو معرفي کېدل.
  7. د محصلينو خراب اقتصادي وضعيت
  8. د ټولنيزو او ساینسي علومو د تحقیقاتي مرکز او پرسونل نشتوالی.
  9. د معیاری لابراتوارونو او کافي شمېرمسلکی  ټکنشنانو نشتوالی.
  10. دData base  سیستم نشتوالی
  11. د مجهزې مطبعې نشتوالی
  12. د پوهنتون په کچه د غونډو لپاره د مجهز اډېتوریم نشتوالی
  13. د سپورټ په برخه کې د مجهز جمنازیم نشتوالی
  14. د نارینه او ښځینه محصلینو د شمېر ترمنځ ناانډولتوب
  15. د پوهنځیو په کچه د معلوماتی تکنالوژیکي وسائلو کموالی.

فرصتونه

  1. د ملی، لوړو زده کړو او ولایتی انکشافی ستراتیژیو شتوالی .
  2. د سکالر شیپونو او فیلوشبونو د امکاناتو شتون .
  3. دمهارتونو د لوړولو د پروګرامونو شتوالی
  4. د فارغانو لپاره د کارموندنی امکانات
  5. د محصلینو لپاره په دولتی او غیر دولتی ادارو کې د انترنشیپ د پروګرامونو شتوالی
  6. د کمپیوتر او معلوماتی تکنالوژی د پلی کولو لپاره د امکاناتو شتون
  7. د محصلینو د عملي زده کړو لپاره د پوهنتون په داخل کې د یو شمیر ودانيو جوړېدل

ګواښونه

  1. په وخت سره د ژمنو او پلانونو نه عملی کیدل
  2. د اکاډیمیکی خپلواکۍ نه لرل
  3. د مالی استقلالیت نشتوالی
  4. پیچلی اداری سیستم
  5. د نارینه او ښځینه محصلینو د شمیر تر منځ نا انډولتوب .
  6. د محصلینو د شمیر ورځ په ورځ زیاتیدنه او د امکاناتو کموالی .
  7. د امنیت نشتوالی

 

 

 

۱۰. د ستراتيژیک پلان موخې

دپوهنځي د  ستراتېژیک پلان  جوړونې څخه موخه د پوهنځي په ټولو څانګو کې د لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی تر څو په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزو  پای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. پوهنځی  د تکنالوجۍ ،لیدلوري اونړيوالو  معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړاو مسلکي  کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي.  پوهنځی پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې موخې تعقیبوي:

  1. د علمي مسلکي او څېړنیزو چارو په برخه کې په ملي او نړیوالو معیارونو سره علمي برنامې وړاندې کول
  2. د پوهنتون او دلوړو زده کړو وزارت په همکارۍ ، پوهنځي د علمي  پروګرامونو د پلي کېدو لپاره دمعیاري ودانۍ جوړول
  3. د څېړنو پر مټ د ټولنې ستونزو پېژندل او ورته مناسبې حل لپاره پیدا کول
  4. د لوړو زده کړو وزارت، ننګرهار پوهنتون بیلابیلو پوهنځيو ولايت، ډونرانو، پراختيايي ښکېلو خواوو او نورو تمویلوونکو ادارو او اشخاصو په وړاندې د انجینري پوهنځی څخه اغېزمنه استازولي او له دوی سره د ښو اړيکو ټينګول
  5. د وخت او اړتیاووله غوښتنو سره سم په بېلابېلو انجینري اړوند رشتو  کې د مسلکي اشخاصو روزل.
  6. د اداری سیستم رغول  او وده .
  7. د لوړو زده کړو له لارې د قانون حاکمیت، ټولنيزعدالت، او  اقتصادي ودې تامینولو ته زمینه برابرول
  8. د حکومتولي تامينول

 

۱.۱۰: د موخو د تر لاسه کولو لپاره کړنلارې

د انجینري پوهنځي ستراتېژیک پلان  جوړونې څخه موخه د انجینري پوهنځي اړوند رشتو کې د  لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی، چې په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزو  پای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. پوهنځی د ټاکلي ماموریت او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي. انجینري پوهنځی  پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. په علمی او اکاډمیک ډګر کې پرمختګ :
  • د استادانو د شمیر او علمی کچی لوړول .              
  • د علمي کادر غرو شمېر له  ۲۷  تنو څخه ۴۰ تنو ته   لوړول  .
  • د محصلینو او استادانو تر منځ د انډول راښکته کول .
  • د موجوده  ۸ تنه لیسانس علمي کادر غړي  د ماسترۍ پروګرامونو لپاره بهر ته استول .
  • د موجوده ۱۵ تنه ماستر علمي کادر غړو څخه (۴۰٪)  د دوکتورا پروګرامونو لپاره خارج ته استول .
  • د فیلوشپ، کنفرانسونو ، ورکشاپونو او نورو اړونده ښوونیزو او څیړنیزو پروګرامونو لپاره استادانو ته په بهر او داخل کې زمینه مساعدول .
  • استادانو ته د انګلیسی او کمپیوتر په اړه روزنه ورکول .
  • استادانو ته د علمی او څیړنیزو پروګرامونو د اسانتیاو برابرول .
  • په علمي او څيړنيزو پروژو کې د استادانو برخه اخسل
  • د محصلینو لپاره معیاري څیړنیز پروژو ورکړه.
  1.   څانګو تاسيسول :
  • د برق او الکتروتخنیک څانګی تاسیسول
  • د میخانیک انجنیرۍ او موتر څانګې تاسیسول
  • د څیړنو لپاره د ځای او امکاناتو برابرول
  • د څیړنیزو فعالیتونو لپاره د بودیجې برابرول
  • د څیړنیزو پروګرامونو تر سره کولو لپاره د بهرنیو پوهنتونو سره د همکارۍ تړونونو امضأ کول او د هغوی سره یو ځای کار کول .
  • د انجنیرۍ پوهنځی ټول لابراتورونه  په بشپړه توګه تکمیلول او فعالول .
  • د نړیوال نورمونو او د بازار د غوښتنو سره سم د معیاری نصاب رامنځته کول.
  • د تحصیلي نصاب د تطبیقولو لپاره د معیاري اسانتیاو برابرول
  • د محصلینو فعالیت او سرته رسول شویو دندو ارزونه کول.
  • د تیوری او عملی درسی بهیر تر منځ د انډول ساتل
  • د درسی پروسې د ارزیابۍ لپاره د کاري کمیټې ټاکل
  • په هر کال کې د پوهنځیو د انکشاف او امکاناتو  په پام کې نیولو سره دمحصلینو په جذب کی ۲۵٪ زیاتوالی .
  • د دولسمو ټولګیو د فارغو ښځینه زده کونکو د تشویقولو  له لیاری انجنیری پوهنځی ته  د اناثو د جذبولو شمیرې  زیاتول .
  • د لیسانس او ماسترۍ پروګرامونو لپاره بهرنیو هیوادونو ته د محصلینو لیږل .
  • د علمی سیمینارونو، کنفرانسونو او ورکشاپونو تر سره کول .
  • د هیواد په داخل او بهر د علمي سفرونو برابرول .
  • په درسي بهیر کې  محصلینو ته زیاته ونډه ورکول .
  • د انټرنشیپ د پروګرامونو لپاره د اسانتیاو برابرول .
  • د پوهنځي د کتابتون  ته انکشاف ورکول اود هغی لپاره د فنی او مسلکی پرسونل ګمارل .
  • د ساختمانی تکنالوژۍ  په نامه  د انجنیری پوهنځي په چوکاټ کې د علمی مجلی تاسیسول .
  1. د نویو درسی ، اداری  او د لابراتوار خونو جوړول او په نویو وسایلو سنمبالول .
  2. د اداری سیستم رغول او وده :
  • زوړ اداری سیستم په عصری سیستم بدلول
  • اداری سیستم په کمپیوتری تکنالوژۍ سمبالول
  • د کمپیوتر تکنالوژۍ په اړه د اداری پرسونل روزل 
  • د Data base سیستم ایجادول
  • د اداری پرسونل لپاره د بستونو د شمیر زیاتوالی .
  • اکاډمیک استقلالیت تر لاسه کول .
  • ترانسپورتی وسایطو تر لاسه کول
  1. جنسیت د انډول تأمینول
  • د نارینه او ښځینه محصلینو تر منځ د انډول ساتل .
  • د ښځینه مکتبونو فارغانو هڅول چی د کانکور ازموینه کې برخه واخلی
  • د ښځینه د جذب او تشویق لپاره د ښځینه  استادانو جذبول .
  1. .د معلوماتی تکنالوژۍ رایجول
  • د اوسنۍ  معلوماتی تکنالوژۍ څخه اغیزمنه ګټه اخیستنه .
  • ویدیو کنفرانسونو برابرول
  • د تدریس د چارو د ښه پر مخ بیولو لپاره د پراجکتورونو او سکرینونو  تهیه کول .
  1. فزیکي زیربناوو رغول:

داچې اوس مهال د انجينري پوهنځی د دریو فارغ ورکونکو او یوې کومکي څانګې لرونکې ده  او د محصلینو شمير کال په کال د زیاتیدو په حال کې دی نو اوسنی تدریسي بلاک د نوموړي شمیر محصلینو ته کفایت نه کوي نو په دې خاطر د انجینري پوهنځی نوي تدریسي بلاک جوړولو ته اشد ضرورت لري .

 

۱۲.مالي پلان

د ننګرهار پوهنتون انجینري پوهنځي  ستراتیژیک پلان لپاره کاري او مالي پلان جدول

لومړیتوب

 

د پلي کېدو ځای

حالت

د بسپنې منبع

د پای کال

د پیل کال

په ډالرو اټکل شوی لګښت

د پروژی نوم

ګڼه

لمړی

 

دننګرهار پوهنتون مرکزي کمپس

په پروپوزل جوړونه ېې کار روان دی

 

د وزارت پراختيايي بوديجه

1400

1399

2800000

 د پوهنځي لپاره د نوې ودانۍ جوړول

 

۱

لمړی

 

دننګرهار پوهنتون مرکزي کمپس

پروپوزل ترتیب شوی

 

د وزارت پراختيايي بوديجه

1400

1399

350000

د هایدرولیک او د اوبو اړوند لابراتوار جوړل

 

۲

لمړی

 

دننګرهار پوهنتون مرکزي کمپس

وړاندیز شوی

د وزارت پراختيايي بوديجه

1400

1399

75000

دپوهنځي د څانګو لپاره عصري کمپيوتر ليب جوړول

۳

دویم

دننګرهار پوهنتون مرکزي کمپس

وړاندیز شوی

د وزارت پراختيايي بوديجه

1400

1399

20000

د ټولو څانګې او اداري په نيټ ورک سیتم برابرول

۴

لمړی

 

 

د وزارت پراختيايي بوديجه

1400

1399

35000

معیاري کتابخاني جوړول

۵

لمړی

 

 

د وزارت پراختيايي بوديجه

۱۴۰۰

۱۳۹۹

 

ساختاني لابراتور ته انکشاف ورکول

۶

لمړی

 

 

US-WDP او HEDP

۱۴۰۰

۱۳۹۸

60000

د  US-WDP په مالي مرسته قراردادي استادانو استخدامول

۷

دويم

 

 

US-WDP او HEDP 

 

۱۳۹۹

 

د سېول په څانګه کې د شپې برنامه شروع کول

۸

لمړی

 

 

US-WDP د وزارت پراختيايي بوديجه  او HEDP

۱۴۰۰

۱۳۹۸

126000

د ماسترۍ لوړو زده کړو لپاره علمي کادر غړي بهرنيو هيوادونو ته استول

۹

لمړی

 

 

US-WDP د وزارت پراختيايي بوديجه  او HEDP

۱۴۰۱

۱۳۹۸

270000

د دکتورا لوړو زده کړو لپاره  علمي کادر غړي بهرنيو هيوادونو ته استول

۱۰

لمړی

 

 

د وزارت پراختيايي بوديجه

۱۳۹۹

۱۳۹۹

25000

د پوهنځي اداري او تدریسي خونې په غصري ډیجيټل سیستمونو سمبالول

۱۱

دویم

 

 

د وزارت پراختيايي بوديجه

۱۴۰۱

1398

112000

د مشرانو استادانو لپاره بهرني علمي سفرونه او فيليوشیپونو برابرول

۱۲

لمړی

 

 

د وزارت پراختيايي بوديجه

 

1398

1200

د پوهنځي  د امنيت او ښه څارلو په موخه د امنيتي کیمرو نصبول

۱۳

لمړی

 

 

وزارت تحصیلات عالي

 

1398

-

د محصلینو په جذب کې د جندر په پام کې نېول

۱۴

لومړی

 

 

لوړو زده کړو وزارت، HEDP  او US-WDP

 

1398

15000

د پوهنځي نشراتو او انفرادي او ګروپي څېړنو ته وده ورکول او په نړیوالو معتبرو ژورنالونو کې یې نشر ته سپارل

۱۵

 

 

مجموعه

 

 

۱۳. خطرات

د نورو ادارو په څېر پوهنتونونه په ټولنه کې د یو لړ خطراتو او ګواښوونو سره مخامخ کېږي. که چېرې په پلان کې ورته پوره پاملرنه ونشي، شونې ده، چې د بېلابېلو تهدیدونو او ګواښونو له کبله د پلان موثر تطبیق له خطر سره مخامخ شي. پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو کې خپل ستراتېژیک پلان د تطبیق پر وړاندې د لاندې خطراتو وړاندوېنه کوي:

  1. د پوهنتون د ځمکې غصب
  2. په پوهنتون کې د امنیت د خونديتوب لپاره د عصري تکنالوژي د وسايلو کموالی
  3. د هېواد خراب امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره د استادانو او محصلینو نه خونديتوب
  4. د عوایدو کموالی
  5. د بودیجې په ترلاسه کولو او قراردادونو په اجراء کې ځنډ
  6. انجینري برخې ته کمه توجو
  7. د دولت له خوا لږې بوديجې تخصيص
  8. د خدماتي پرسونل د شمېر کموالی
  9. اداري فساد

۱۴. د چاپېریال اغېزې

د نورو ادارو په څېر پوهنتونونه په ټولنه کې د یو لړ داخلي او بهرنیو چاپیریالي اغېزو تر تاثیر لاندې راځي. که چېرې د چاپېریال مثبتې اغېزې له وړاندې وپېژندل شي، دپوهنځي په علمي او فزیکي پرمختګ کې ورڅخه مثبه ګټه پورته کېدای شي.که چېرې د چاپېریال منفي اړخ په پام کې ونه نیول شي،شونې ده، د بېلابېلو تهدیدونو او ګواښونو له کبله د پلان موثر تطبیق له خطر سره مخامخ کړي.

 پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو کې د خپل ستراتېژیک پلان تطبیق پر وړاندې د لاندې مثبتو ټکو او خطراتو وړاندوینه کوي:

 

مثبت ټکي:

  1. پوهنځي  د جلال آباد ښار په ۷ ناحیه، د کابل- په لویه لار د درونټې په سیمه کې د پوهنتون په مرکزي کمپس کې  موقیعت لري.
  2. پوهنځی د پوهنتون په چوکاټ کې  په سیمه کې د موثرې زده کړې لپاره د مناسب موقعیت او پراخې ځمکې لرونکی دی.
  3. د پوهنتون په  ماستر پلان کې د پوهنځي لپاره کافي ساحه شتون لري ،چې د پراختیا په موخه یې ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول کېدای شي.
  4. د کابل سیند د پوهنتون تر څنګ بهیږي، چې د ازادې زده کړې لپاره یې زړه راښکوونکي منظره جوړه کړې او محصیلین ترې د تفریح لپاره ګټه پورته کوي.

منفي ټکي:    

  1. د معیاري تدریسي، اداري، او نورو عملي پروګرامونو لپاره د تدریسي خونو کموالی
  2. اداري او تخنيکي پرسونل لپاره د معاش کمه اندازه
  3. د علمي کادر غړو کمبود
  4. د څانګو په کچه د اداري مدیر نه شتون

۱۵. پایله

دغه ستراتېژيک پلان د انجینري پوهنځي  راتلونکې تګلاره او همدارنګه د اکاډميکې برترۍ ترلاسه کولو لپاره د دې پوهنځي  د منسوبينو او استادانو تعهدات ټاکي. د دې پلان په برياليتوب سره پلي کول همغږي فعاليتونه، همکاري او د ستراتېژيکو اهدافو لاسته راوړلو لپاره متمرکزه کړنو ته اړتيا لري. د ستراتېژيک پلان د تطبيق څخه د څارنې ځانګړې کمېټه به په دوامداره ډول د پلان تطبيق، تکرار او اغېزمن پلي کېدنې پروسې څخه څارنه کوي،

دا ستراتېژيک پلان به د په نښه شويو پروګرامونو او عملي پلانونو په واسطه انجينري پوهنځي  د هرې يوې برخې او څانګو  په مرسته پلی شي. هر يوه اداره او څانګه بايد په خپله محدوده کې د کارونو د ترسره کولو لپاره ستراتېژيک او عملي پلانونه ولري. 

د اړونده شاخصونو او اهدافو په نظر کې نيولو سره به د دې ستراتېژيک پلان د پلې کېدو د چارو څخه نظارت ترسره شي. د ستراتېژيک پلان د پلې کېدو د نظارت له لارې به په ستراتيژيک پلان تمرکز وساتلی شي.

 

 د انجینري پوهنځي ستراتيژیک پلان د پوهنځي دعلمي شورا په (                                         )    نيټه غونډه کې مطرح او د رایو په یو والي سره تاید شو چې په (              ) ګڼه پروتوکول کې ثبت ده.

پوهاند محمد اجمل صافی

د پوهنځي د علمي شورا منشي                  لاسلیک   (                                                              )

 

پوهنمل محمد اجمل ستانکزی

د  پوهنځي رئیس                                            لاسلیک

 

د انجینري پوهنځي ستراتيژیک پلان د پوهنتون د علمي شورا په (                                    ) نېټه غونډه کې مطرح او رايو په (                       ) تائيد چې په (                      ) ګڼه پروتوکول کې ثبت ده.

 

پوهنتون د علمي شورا منشي نوم او لاسلیک:

د پوهنتون د رئیس نوم او لاسلیک:

پوهاند خليل احمد بهسودوال