ننګرهار پوهنتون کې د ۲ بستونو لپاره له ۴۰ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون لابراتوار څانګې (۲) بستونو لپاره د ټاکل شوي ممتحنه هیئت په حضور کې د کارکوونکو چارو امریت له خوا واخیستل شوه.
د ازموینې صحنه د پوهنتون د غونډو په تالار کې تنظیم شوې وه، چې د پوهنتون مشرتابه ترې لیدنه وکړه او ګډونوالو ته یې د ازموینې د روڼوالي او پایلو شفافیت ډاډ ورکړ.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
