په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره وليدل.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۹ - ۸:۵۹
image

 

د افغانستان په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې UNHCR د پروګرامونو مسؤل انجنیر دوست احمد احمدي د یوه پلاوي په ملتیا د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال سره وليدل.

په ياده لیدنه کې، چې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستيال سید محمد قاسم هاشمي، د حقوقو پوهنځي، حقوقي کلینیک او د لیلیو عمومي مدیریت مسؤلینو هم په کې حضور درلود، دواړو خواوو په حقوقي برخه کې د محصلینو لپاره د عملي زده کړو زمینې برابرولو، کډوالو محصلینو ته د سکالرشيپونو شمېر زیاتوالي، د نجونو مرکزي لیلیه کې د یوه مجهز کمپیوټر لیب او نهاري محصلینو ته د یوې انتظارګاه جوړولو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي احمدي وویل: اداره یې په پام کې لري، چې د ننګرهار پوهنتون حقوقي کلینیک په چوکاټ کې محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه برابره کړي او ددې تر څنګ به په نږدې راتلونکې کې د نجونو په مرکزي لیلیه کې یو مجهز کمپیوټر لیب فعال کړي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال او د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت په تېر کې د ننګرهار پوهنتون سره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مرستو او همکاریو یادونه وکړه او د مننې تر څنګ یې د هغې پر دوام ټینګار وکړ.

د پوهنتون مشرتابه د نجونو د مرکزي لیلیې د احاطې، نهاري محصلینو انتظارګاه، د پوهنتون نورو لیلیو ته د ورته اسانتیاوو برابرولو او کډوالو محصلینو ته د سکالرشیپونو شمېر زیاتوالي په برخه کې د راغلي پلاوي څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

د راغلي پلاوي مشر انجنیر احمدي د پوهنتون مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چې ذکر شوي وړاندیزونه به یې د خپلې ادارې له مشرانو سره شریک کړي.

د مجلس په پای کې راغلي پلاوي د پوهنتون د مشرتابه په ملتیا د نجونو مرکزي لیلیې د نیمه کاره ودانۍ څخه لیدنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu