د کابل نړیوال ښوونځي زده کوونکو ننګرهار پوهنتون کې په خپلو نومونو نیالګي کېنول.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۹ - ۸:۵۰
image

 

یاد زده کوونکي د ښوونځي د آمر مولوي ابو معاویه نقیب الله په ملتیا ننګرهار پوهنتون ته راغلل او د پوهنتون په انګړ کې یې لسګونه مېوه لرونکي او زینتي بوټي په خپلو نومونو کېنول.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي د زده کوونکو ددغه نېک احساس ستاینه او قدردانی وکړ او زیاته یې کړه، چې د پوهنتون د ساتنې او څارنې مدیریت کارکوونکي به د یادو بوټو په سمه توګه ساتنه او پالنه وکړي.

دغه راز د ننګرهار پوهنتون د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د څلورم ټولګي محصل سید مصطفی هاشمي او ټولګیوالو یې د مالټو او سنبل ګل بوټي ننګرهار پوهنتون ته ډالۍ کړل، چې د پوهنتون مشرتابه ترې مننه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې په ټاکلو ځایونو کې د هغې د کېنولو سپارښتنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu