د ننګرهار پوهنتون د ازموینو کمېټې غړو ددې پوهنتون د رئيس په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۸:۴۳
image

 

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال مجلس ته د وینا پر مهال د ازموینو د مرکزي کمېټې د مشرتابه او غړو د تېرو کړنو او فعالیتونو مننه وکړه، چې له امله یې د پوهنتون ازموینې تر ډېره بریده رڼې او معیاري شوي او د اصولو او مقرراتو سره سم یې په راڼه او شفاف ډول د راتلونکو ازموینو د اخیستلو سپارښتنه وکړه.

نوموړي دغه راز د مجلس غړو ته لارښوونه وکړه، چې د ازموینو پر مهال دې محصلینو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او د اصولو سره سم دې لازمه مرسته ورسره وشي.

د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي د ازموینو اخیستنې بهیر د څرنګوالي په اړه د مجلس ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

د ازموینو مرکزي کمېټې مشر پوهاند احمد ګل واثق د پوهنتون مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چې د کمېټې د غړو په مرسته به په منظمه توګه د ازموینو د اخیستلو بهیر څارنه وکړي او د کمېټې د کړنلارې سره سم به ازموینې واخلي.

د یادونې وړ ده، چې د روان سمستر ازموینې به د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړې سره سم د کب په ۷مه نېټه پیل او د یادې میاشتې تر پایه به دوام وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu