د ننګرهار پوهنتون یو شمېر اداري او خدماتي کارکوونکو سره د ژمنیو لباسونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو څانګو پر لسګونو اداري او خدماتي کارکوونکو ژمني لباسونه، چې ګرمې جامې او پټوان په کې شامل وو، ووېشل شول.
یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د ادارې او انصار خیریه بنسټ له لورې برابره شوې وه، چې نن ورځ ددې پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي له خوا یادو کارکوونکو ته وسپارل شوه.