د ننګرهار پوهنتون د تضمین کیفیت مرکزي کمېټې غړو ددې پوهنتون له مشرتابه سره غونډه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۱ - ۹:۶
image

 

په نوموړې مشورتي ناسته کې د تضمین کیفیت کمېټې په فعالیتونو، کلنۍ بیاکتنې او د اکاډمیک اعتبار ساتلو پر موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د مجلس د پرانیستې پر مهال د تضمین کیفیت کمېټې د مشرتابه او غړو مننه وکړه، چې د پوهنتون د اړوندو برخو د کیفیت ښه والي لپاره هلې ځلې کوي.

نوموړي تضمین کیفیت یوه دوامداره پروسه وګڼله، چې په وینا یې، د بشپړ اکاډمیک اعتبار ساتلو په خاطر لا زیات کار او هلو ځلو ته اړتیا ده.

د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح د کمېټې مسؤلینو او غړو ته د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او څانګو د کلنۍ بیاکتنې او ارزونې لارښوونه وکړه، چې د هغوی له خوا د اجرااتو ډاډ ورکړل شو.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار پوهنتون د تضمین کیفیت داخلي واحد مسؤل د یاد بنسټ د فعالیتونو ګزارش د پوهنتون له مشرتابه سره شریک کړ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu