د سکتوري وزارتونو په تخصصي او تحقیقاتي برخو کې به د علمي او پوهنتوني کادرونو د وړتیاوو ګټه واخیستل شي.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۴ - ۸:۲۳
image

د سکتوري وزارتونو په تخصصي او تحقیقاتي برخو کې به د علمي او پوهنتوني کادرونو د وړتیاوو ګټه واخیستل شي.

د لوړو زده کړو وزارت مقام او مسؤلین هڅه کوي، چې د هېواد علمي کادرونو، څېړونکو او محصلینو ته د لوړو زده کړو خوندي او مسلکي چاپېریال رامنځته کړي.

یادې خبرې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د ننګرهار پوهنتون مشرتابه پلاوي سره د لیدنې پر مهال وکړې.

یاده لیدنه، چې د لړم په ۲۰مه د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام کې ترسره شوه، ددې پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سربېره په کې د علمي چارو مرستيال پوهنمل احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د بېلابېلو پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو او د امارت د لوړو زده کړو عالي کمېسون د ختیز زون مسؤلینو هم برخه لرله.

دوکتور خیرخواه د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ، علمي برنامو، دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو په برخه کې د رامنځته شویو اصلاحاتو او سمونو په اړه د مجلس ګډونوالو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د قوانینو او لوایحو د بیا کتنې او اصلاح لپاره هم جدي هڅې روانې دي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د پوهنتونونو او علمي بنسټونو په مسؤلینو او استادانو غږ وکړ، چې خپل مسؤلیتونه درک او په احسنه توګه ادا او د لوړو زده کړو د ریفورم او اصلاحاتو د بهیر مرسته او ملاتړ وکړي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین او ورسره پلاوي مننه وکړه، چې ننګرهار پوهنتون ته یې تشریف راوړ او د اصلاحاتو په برخه کې د مرستې او ملاتړ د ژمنې تر څنګ یې د پوهنتون ستونزې او مشکلات له نوموړي سره شریک کړل، چې د ښاغلي خیرخواه له خوا ورته په اړونده برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu