د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د جيولوجي او کانونو اکتشاف انجنيري څانګې ۸۰ تنو محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه برابرېږي.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۲:۵۰
image

 

په یاد شمېر کې محصلین به په اوو دورو کې په جلال اباد ښار کې د منډول په نوم د قیمتي کاڼو د پروسس شرکت له خوا د شپږو میاشتو په موده کې وروزل شي.

یاده خبره د منډول د قیمتي کاڼو د پروسس شرکت اداري مسؤل اکرام الله شینواري د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال سره د لیدنې پر مهال وکړه.

نوموړي وویل: د محصلینو او ځوانانو د عملي زده کړو لپاره په معیاري وسایلو سمبال مجهز مرکز لري، چې د تدریس چارې یې د بهرنیو استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي.

نوموړي د عملي زده کړو سربېره په خپلو لابراتوارونو کې د جيولوجي او کانونو اکتشاف انجنيري څانګې د استادانو او محصلینو له خوا د قیمتي کاڼو د څېړنو د ترسراوي په برخه کې هم د همکارۍ ژمنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د منډول د قیمتي کاڼو د پروسس شرکت له مسؤلینو مننه وکړه او د محصلانو چارو مرستیال او د ساینس پوهنځي رئیس ته یې سپارښتنه وکړه، چې د محصلینو په ورپېژندلو کې له نوموړې ادارې سره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په نوموړې ناسته کې د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د ساینس پوهنځي رئیس پوهندوی صفت الله شاکر او د پوهنتون د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر پوهنمل دوکتور محمد دوست صافي هم حضور درلود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu