د ننګرهار وادي کرنیز شرکت رئیس د ننګرهار پوهنتون رئیس سره ولیدل.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۹:۱۵
image

 

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت رئیس محمد بصیر حقیار د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال سره ولیدل.

په نوموړې مشورتي ناسته کې، چې د پوهنتون د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د کرنې، اقتصاد او انجنیري پوهنځیو رئیسانو، د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر او ځینو اداري آمرینو په کې برخه لرله، دواړو لورو د متقابلو اړیکو او همکاریو د رامنځته کېدو پر مواردو بحث او خبرې اترې وکړې.

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت رئیس محمد بصیر حقیار وویل، چې اداره یې په پام کې لري، د ننګرهار په کانال کې بنیادي تغیرات رامنځته کړي او د یادې ملي پروژې د انکشاف تر څنګ په اړوندو برخو کې شته ستونزې له منځه ویسي، چې په دې برخه کې د ننګرهار پوهنتون مرستې، مشورو او ګډ کار ته اړتیا لرو.

ښاغلي حقیار د یادې موخې د ترلاسه کولو لپاره د پوهنتون د کرنې، وترنري علومو، اقتصاد، انجنیري او حقوقو پوهنځیو د علمي کادر غړو د یوه تخنیکي او حمایوي بورد د رامنځته کېدو د غوښتنې سربېره په خپله ساحه کې د محصلینو عملي زده کړو ته د زمینې برابرولو او همدارنګه د پوهنتون د استادانو او محصلینو لپاره د څېړنیزو فارمونو د جوړېدو ژمنه هم وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال ښاغلي حقیار ته د مرستې ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د پوهنتون علمي کادرونه به د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د څېړنو، سروې ګانو، عملي چارو، تخنیکي مشورو، د پروژو څارنې او تعقیب او نورو برخو کې همکاري وکړي.

نوموړي دغه راز د پوهنتون د محصلینو او استادانو لپاره د تحقیقاتي فارمونو د جوړېدو او عملي زده کړو او څېړنو زمینې برابرولو په برخه کې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت مشرتابه د مرستې مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې ډېر ژر به یې په اړه عملي اقدامات ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu