د ننګرهار پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز نوی مسؤل د یاد مرکز منسوبینو ته وروپېژندل شو.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۷:۵۹
image

 

د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهنیار محمد ملیار رحماني د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال له خوا د دې پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز (PDC) د نوي آمر په توګه د نوموړي مرکز منسوبینو ته وروپېژندل شو او د مخکېني آمر پوهندوی احمد فرید روان د هڅو او خدمتونو تقدیر او ستاینه وشوه.

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز د مخکېني آمر پوهندوی احمد فرید روان د ترسره کړیو خدمتونو یادونه او ستاینه وکړه.

نوموړي وویل: استاد روان د مرکز د تاسیس له مهاله د علمي څېړنو، تدریسي میتودونو، نصاب، پلان او پالېسۍ، تضمین کیفیت، ټولنیزې سولې او نورو برخو کې د ننګرهار پوهنتون سربېره د ګڼو نورو دولتي او خصوصي پوهنتونونو او تحصیلي موسساتو د استادانو او محصلینو د روزنیزو کورسونو او ورکشاپونو د همغږۍ په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي.

پوهاند بهسودوال وویل: دا چې استاد روان د دوکتورا زده کړو لپاره د جاپان هېواد اوکایاما پوهنتون ته لار پیدا کړې، مونږ ورته د مبارکۍ تر څنګ د نورو بریاوو او لاسته راوړنو هیله کوو او پر ځای یې پوهنیار محمد ملیار رحماني د یاد مرکز د نوي آمر په توګه ټاکو.

د پوهنتون رئیس پوهنیار رحماني وړ او په کار پوه شخص یاد کړ، چې په وینا یې، په راتګ سره به یې د PDC مرکز چارې لا زیاتې ښې او منظمې شي.

د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز نوي آمر پوهنیار محمد ملیار رحماني د پوهنتون له مشرتابه مننه وکړه، چې په نوموړي یې ددې دندې باور وکړ او ژمنه یې وکړه، چې په خپل ټول توان سره به د یاد مرکز د چارو سمبالښت او پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په نوموړې پېژندغونډه کې د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي او د پوهنتون د علمي تحقیقاتو کمېټې مشر پوهندوی عنایت الله حبیبي هم حضور درلود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu