د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي رئیس ددې پوهنتون د مشرتابه له خوا وستایل شو.

د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئیس او استاد پوهنوال محمد زبیر نورمل، چې د یاد پوهنځي د ودانۍ پروژې په منظورۍ، تطبیق، د چارو نظارت او بشپړتیا په برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې وې، د پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال له خوا د ستاینلیک په ورکړې سره تقدیر شو.
پوهاند بهسودوال د ښاغلي نورمل او دده د همکار ټیم نه مننه وکړه، چې په هلو ځلو یې یاده وداني د ګڼو ستونزو او ننګونو سره سره د بشپړتیا تر بریده ورسېده.
د اقتصاد پوهنځي رئیس او استاد پوهنوال محمد زبیر نورمل د پوهنتون له مشرتابه مننه وکړه، چې تل یې خپل استادان هڅولي او ستایلي دي.
نوموړي زیاته کړه، د اقتصاد پوهنځي ودانۍ د جوړېدو پر وړاندې پرتو ستونزو په هواري کې د ګڼو مشرانو او د پوهنځي د همکارو استادانو د هلو ځلو سربېره که د پوهنتون د مشرتابه مرسته او ملاتړ نه وی، یاده پروژه په بریالۍ توګه نه بشپړېده.
پوهنوال نورمل د پوهنتون د رهبرۍ نه د مننې تر څنګ د نوې جوړې شوې ودانۍ لپاره د تجهیزاتو تدارک او د خواوشا د سرسبزۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د هغوی له خوا ورسره په اړونده برخه کې د عاجلو اقداماتو ژمنه وشوه.
د يادونې وړ ده، چې په نوموړې ستاينغونډه کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال، د محصلانو چارو مرستيال او د اقتصاد پوهنځي ځینو استادانو هم برخه لرله.