د ننګرهار پوهنتون یو شمېر استادان او محصلین ددې پوهنتون د مشرتابه له خوا تقدیر شول.

sakhizada_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳ - ۹:۱۸
image

 

یادو استادانو او محصلینو په ملي کچه په بېلابېلو سیالیو کې غوره مقامونه خپل کړي وو، چې د پوهنتون د مشرتابه له خوا د ستاینلیکونو او ډالیو په ورکړې سره تقدیر شول.

د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي د درېو تنو استادانو پوهنمل نور آغا نوښت، پوهنمل نور علي نور او پوهنیار طارق الله هاشمي علمي او څېړنیزه مقاله (د سیمې (نیمروز) د کرنې په وده کې د کمال خان بند د اوبو اغېزې، اوږدمهالې ګټې او کاري لومړیتوبونه) تر سرلیک لاندې د کمال خان بند د پرانیستې په ویاړ د مقاله لیکنې په ملي سیالۍ کې د هېواد په کچه مقام خپل کړی او د ۹ غوره مقالو په ډله کې راغلې.

د یاد پوهنځي د دویم کال محصل میهن مالیار طرحې او پروژې، چې د اقلیم د بدلون په اړه وه، د برټش قونسل په هغه سیالۍ کې، چې د افغانستان د پوهنتونونو د محصلینو تر منځ د ټولنیزو ستونزو او د هغې د حل لارو په اړه د طرحو جوړولو په برخه کې جوړه شوې وه، د ۱۵۰ طرحو له منځه لومړی مقام خپل کړ، چې د یاد بنسټ په مرسته به په نږدې راتلونکې کې د ننګرهار ولایت په درېو ولسوالیو کې تطبیق شي.

د ننګرهار پوهنتون د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د محصل عبدالرحمن شفق په مشرۍ د ننګرهار او الفلاح پوهنتونونو او التقوا لوړو زده کړو موسسې محصلینو طرحې په هغه ملي سیالۍ کې، چې د کوچنیو کاروبارونو په اړه د طرحو جوړولو په برخه کې د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو د محصلینو تر منځ د بلخ په نخبګان پوهنتون جوړه شوې وه، د هېواد په کچه د ۴۰ طرحو له منځه دویم مقام خپل کړ.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د بېلابېلو مراسمو په ترڅ کې د یادو استادانو او محصلینو هلې ځلې وستایلې او د ستاینلیکونو او ډالیو په ورکړې سره یې تقدیر کړل.

پوهاند بهسودوال د استادانو او محصلینو بریاوې او په ملي کچه ځلېدل د پوهنتون لپاره ستر ویاړ او لاسته راوړنه وبلله.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu