ننګرهار پوهنتون د کب ۲۰ مه، د هیواد د فرهنګي میراثونو د ساتنې او ملاتړ ملي ورځ ولمانځله

sakhizada_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳ - ۹:۱۶
image

.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د پوهنتون د فرهنګي کمېټې له لوري د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د غونډو په تالار کې برابره شوې وه، د قرآنکریم د څو مبارکو ایتونو تر تلاوت او ملي سرود ته تر درناوي وروسته د یاد پوهنځي د رئیس پوهنمل محمد عارف حازم پر پرانیستې وینا پیل شوه.

وروسته د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي د یادې ملي ورځې او د هغې د لمانځلو پر ارزښت خبرې وکړې.

د غونډې په دویمه برخه کې د انجینرۍ پوهنځي استاد پوهنیار فضل اکبر د فرهنګي میراثونو او په ځانګړې توګه ملموسو فرهنګي میراثونو پر پېژندنې او ارزښت چمتو کړی پریزنټیشن وړاندې کړ. دغه راز، د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهاند دوکتور محمد ابراهیم همکار پر غیر ملموسو فرهنګي میراثونو لکچر وړاندې کړ چې د غونډې د ګډونوالو له لوري یې هرکلی وشو او وستایل شو.

د یادونې وړ ده، چې غونډې ته د محصلینو د ښې اګاهۍ په موخه غونډې ته د هیواد د تاریخي ودانیو او ځایونو عکسونه او موډلونه هم د نندارې لپاره راوړل شوي و.

غونډه د پوهندوی دوکتور الفت الله له لوري په دعایې سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu