ننګرهار پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو پروسې په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ جوړ شو

sakhizada_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۹ - ۸:۵۲
image

 

په نوموړي دوه ورځني ورکشاپ کې، چې د ننګرهار پوهنتون د تضمین کیفیت داخلي واحد په نوښت په (PDC) مرکز کې جوړ شوى ؤ، د کونړ د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د تضمین کیفیت کمېټې شپږ تنو غړو په کې برخه لرله.

د ورکشاپ د پرانيستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال په علمي موسساتو کې د تضمين کيفيت او اعتبار ورکولو ملي پروسې د اصولو په اهمیت خبرې وکړې او ددغه ورکشاپ جوړېدل يې په اړونده برخه کې ګټور ګام وباله.

نوموړي وويل: د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون د تضمين کيفيت په برخه کې د اعتبار ترلاسه کولو دوه پړاوونه په برياليتوب ترسره کړي او درېيم پړاو ته کاندید دی، چې دا ورکشاپ به د درېیم پړاو ارزونې لپاره د چمتووالي په برخه کې ګټور او اغېزمن تمام شي.

ښاغلي کډوال د ننګرهار پوهنتون د تضمین کیفیت د داخلي واحد د مشرتابه او غړو مننه وکړه، چې نوموړي ورکشاپ ته یې زمینه برابره کړه او له ګډونوالو استادانو يې غوښتنه وکړه، چې ترې اعظمي ګټه پورته کړي.

د ننګرهار پوهنتون د تضمین کیفیت داخلي واحد مشر پوهنیار اخترمحمد غني د ورکشاپ د څرنګوالي په اړه وویل: په ياد دوه ورځني ورکشاپ کې د تضمين کيفيت د يوولس ګونو معيارونو تفسير، کورس پاليسۍ، تدريسي او انفرادي پلان جوړونې، کلني نظارت، دوره يي مرور، ستراتېژيک پلان جوړونې، د ځان ارزونې راپور جوړولو او يو شمېر نورو مسايلو په اړه د ورکشاپ د روزونکو له خوا ګډونوالو استادانو ته معلومات ورکړل شول.

د ورکشاپ د ګډونوالو په استازیتوب پوهنمل روح الله نجم خبرې وکړې او د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او تضمین کیفیت داخلي واحد له مسؤلینو یې مننه وکړه، چې تل یې د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون له ادارې او استادانو سره د ظرفیت لوړونې او نورو بېلابېلو علمي برخو کې مرسته کړې ده.

په پای کې د ورکشاپ پر ګډونوالو استادانو سندونه وویشل شول.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu