د ننګرهار پوهنتون اداري او د تقرر او انفکاک مجلسونه ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شول

په نوموړو کاري ناستو کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د پوهنځيو رئيسانو او اداري کارکوونکو په کې برخه لرله، د پوهنتون د مالي، اداري، تدریسي، د استادانو د تقرر، انفکاک او يو شمېر نورو مسايلو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.
د پوهنتون د مالي او اداري چارو تنظیم او چټکوالی، د خالي بستونو اعلان او ډکول، د ننګرهار، لغمان، نورستان، لوګر او پکتیا پوهنتونونو د استادانو د تقرر ۱۸ او انفکاک ۱ کیس او یو لړ نور متفرقه مسایل د دواړو مجلسونو د بحث عمده مسایل وو، چې له بحث او پرېکړو وروسته د وروستیو اجرااتو په موخه اړوندو څانګو ته محول شول.