ولسي جرګې د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه، مرستیالانو او د پوهنځیو رئیسانو خدمتونه تقدیر کړل

sakhizada_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۱۱:۵۶
image

 

د ولسي جرګې د ديني، کلتوري، پوهنې، لوړو زده کړو، ارشاد، حج او اوقافو چارو کمېسون مشرتابه د ننګرهار پوهنتون د رئیس، مرستیالانو او د اړوندو پوهنځیو رئیسانو اکاډمیک خدمتونه او وروستۍ لاسته راوړنې د تقدیرنامو په ورکړې سره تقدیر کړل.

په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون په ریاست مقام کې غونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په کې د ولسي جرګې د ديني، کلتوري، پوهنې، لوړو زده کړو، ارشاد، حج او اوقافو چارو کمېسون له مشرتابه، غړو او په ځانګړې توګه په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې او د یاد کمېسون له غړې لیلما ولي حکمي مننه وکړه، چې د دوی د هلو ځلو قدردانی یې وکړ.

نوموړي وویل: ننګرهار پوهنتون د ټولو افغانانو ګډ علمي کور دی او د پرمختګ لپاره به یې د خپل ژمن ټیم په ملتیا لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

د ولسي جرګې یاد کمېسون د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال حمیدالله احمدزي، د طب پوهنځي رئیس پوهاند ډاکتر ناصر خان کامه وال، د شرعیاتو پوهنځي رئیس پوهاند دوکتور اسرارالحی منیب، د اقتصاد پوهنځي رئیس پوهنوال محمد زبیر نورمل، د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهنوال کریم الله بیدار، د وترنري علومو پوهنځي رئیس پوهنوال پیرمحمد ستانکزي، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهندوی دوکتور رفیع الله عطاء، د کرنې پوهنځي رئیس پوهندوی دوکتور رشاد احمد شېرزاد، د ساینس پوهنځي رئیس پوهندوی صفت الله شاکر، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي رئیس پوهندوی سید سمیع الله سعیدي، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنمل محمد عارف حازم، د انجنیري پوهنځي رئیس پوهنمل محمد اجمل ستانکزي، د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس پوهنمل محمد یوسف مومند او د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځي رئیس پوهنیار عدالت مومند ته تقدیرنامې رالېږلې وې، چې د پوهنتون د مشرتابه له خوا ورته وسپارل شوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu