ننګرهار پوهنتون د هېواد په کچه په لوړو نمرو علمي او اکاډمیک اعتبار ترلاسه کړ

sakhizada_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۰ - ۹:۵۲
iamge

 

ننګرهار پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو پروسې په درېیم پړاو کې د هېواد په کچه په لوړو (۸۹،۵) نمرو ملي، علمي او اکاډمیک اعتبار سند ترلاسه کړ.

د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ته د نوموړي سند د سپارلو په موخه نن ورځ د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست کې غونډه جوړه شوې وه، چې د یاد ریاست د مشرتابه او مسؤلینو سربېره په کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي او د تضمین کیفیت د داخلي واحد مسؤل پوهنمل لطیف الله غفوري برخه لرله.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس پوهندوی دوکتور محمد نعیم عظیمي د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ته ددې سترې بریا مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې ددې سند په ورکړې سره دا ثابته شوه، چې ننګرهار پوهنتون په پوره معنی په علمي او اکاډمیکو معیارونو سمبال پوهنتون دی.

دوکتور عظیمي تمه څرګنده کړه، چې د ننګرهار پوهنتون مسؤلین، استادان او ټول منسوبین به دا اعتبار تر راتلونکو پنځو کلونو وساتي.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ادارې مننه وکړه، چې په پوره ريښتینولۍ یې د ننګرهار پوهنتون ارزونه وکړه او نن یې د اکاډمیک اعتبار سند هم ورکړ.

پوهاند بهسودوال په لوړو نمرو د اکاډمیک اعتبار ترلاسه کول د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ، استادانو، محصلانو، اداري کارکوونکو او ټولو منسوبینو لپاره ستر ویاړ او لویه لاسته راوړنه وبلله او دا یې د دوی د هلو ځلو او کوښښونو پایله یاده کړه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس د لوړو زده کړو سرتاسري کورنۍ، د ننګرهار او مشرقي شریفو ولسونو او ټولو هېوادوالو ته ددې ستر ویاړ مبارکي وویله او تر څنګ یې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ادارې مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چې د خپل ټیم په ملتیا به د ننګرهار پوهنتون د برم او عزت ساتلو لپاره هلې ځلې کوي او د اکاډمیک اعتبار او تضمین کیفیت پروسې د لا غني کېدلو لپاره به نورې هڅې هم وکړي.

د غونډې په پای کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس پوهندوی دوکتور محمد نعیم عظیمي له خوا د اکاډمیک اعتبار سند رسماً د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ته وسپارل شو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu