ننګرهار پوهنتون سره د لاس وینځلو آبدانونو او سلګونه کلچې صابون مرسته وشوه

nu_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۱۲:۴۶
image

 

په ننګرهار پوهنتون کې د کرونا او نورو ناروغیو خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه د اکټیډ افغانستان بنسټ له خوا د لاس وینځلو آبدانونو او سلګونه کلچې صابون مرسته وشوه او نن ورځ په ختیځ کې د نوموړي بنسټ د مسؤل محمد عارف عارف له خوا د پوهنتون مشرتابه ته وسپارل شول.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د اکټیډ افغانستان ادارې مننه وکړه، چې له دې وړاندې یې د دېرش زرو ماسکونو مرسته کړې وه او نن یې یو ځل بیا د یادو توکیو مرسته وکړه.

نوموړي وویل: مرسته شوي آبدانونه او صابون به د پوهنتون په مناسبو ځایونو کې کېږدي، چې محصلین، مراجعین او استادان ترې ګټه پورته کړي.

په ختیځ کې د اکټيډ افغانستان ادارې مشر محمد عارف عارف د شوې مرستې په اړه د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې ننګرهار پوهنتون د ټولو افغانانو ګډ کور دی او دا د هر افغان دنده او مسؤلیت دی، چې د خپل توان سره سم یې په علمي او مادي رغاونه کې ونډه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې د مرسته شویو توکیو د سپارلو پر مهال د ننګرهار پوهنتون مرستیالانو، د یو شمېر پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري کارکوونکو هم حضور درلود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu