محصلانو خدمتونو انسجام آمريت
ننګرهار پوهنتون
محصلانو خدمتونو انسجام امریت
Nangarhar University
Students Affairs Coordination Department
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام امریت په ( ۱۳۹) کال د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې رامنځته شو چې لومړی کال کې دوه عمومي مدیریتونو کې مدیر صیبان مقررشو او بیا په ۱۳۹۹ ل کال امریت بست کې اسلام الدین اخلاصمند د آمر په توګه معرفي شو چې نور معلومات او فعالیتونه لاندې ذکر شوي صفحو کې لوستلی شی.
تشکیلاتي جوړښت:
۱- د محصلانو خدمتونو انسجام آمر
اسلام الدین اخلاصمند
MBA ماستري پیښور پوهنتون
+93780051571
islamsahar@gmail.com
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۲- د حقوقي زده کړو کلینیک عمومي مدیر
حبیب الله مشرقي
ماستري حقوقو پوهنځی ننګرهار پوهنتون
+93730605409
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۳- د رسنیو مرکز(میډیا سنټر) عمومي مدیر
عابد الله الطاف
لیسانس ژورنالیزم پوهنځی ننګرهار پوهنتون
+93789796193
د محصلانو خدمتونو انسجام آمردندو لایحــــه او هــــــدف
دندې هـــــدف:
محصلینو ته فکري، فرهنګي او اجتماعي پرمختګ زمینه برابرول او هغوی ته کاري فرصتونو چاپیریال رامنځته کـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــول.
.............................................................................................................................................................................
دندو شرح:
۱- د هفتوار، مياشتني، ربعـــــــــــوار او کلنۍ پلانونو ترتيبول ترڅو ټاکـــــــــــل شوی هدف ته ورسیږو.
۲- د محصلینو د رضا کاره ګروپونو رامنځته او په اجتماعي او فرهنګی فعالیتونو کی د هغوی ونډی څخه مدیریت او نظارت کول.
۳- د جدید الشمولو محصلینو کمیټو رامنځته کول ترڅو هغوی د پوهنتون اکادمیک ماحول، کتابخانه او تحصیلي شرایط او مقررو سره اشنا شي.
۴- محصلینو ته د علمي مشورو ورکولو کمیټو رامنځته ترڅو محصلین د تحقیق طریقو، د وخت مدیریت او د مهارتونو پرمختګ سره اشنا شي.
د نوښتګرو او محققو محصلینو د پیژندلو برنامو رامنځته او د پوهنتون او وزارت رهبری ته د تشویق او تقدیر لپاره د هغوي معرفي کول.
۶- محصلینو ته د دندې مهارتونو ته وده ورکولو او د هغوی لپاره کاري چاپیریال رامنځته کولو لپاره د دندې او مسلکي خدماتو چمتو کول.
۷- د محصلینو لپاره د دوی فزیکي او رواني روغتیا او خوندیتوب ترلاسه کولو لپاره د سپورت او رواني روغتیا کمیټو رامنځه کول
۸- د محصلینو ترمنځ د سالم ژوند چاپیریال رامنځته کولو او د هغوی د خوړو مینو کیفیت او کمیت څارلو لپاره د لیلیې خدماتي کمیټو رامنځته کول.
۹- مدیریت و ایجاد کــــــــــــــــــــمیټه حـــــــــــــــل منازعات محصلین غرض تأمن فضــــــــــــــــــــای سالــــــــــــــــــــــم زندګی و تأمن نظـــــــــــــــــــــــــــم و دسپلین داخــــــلی پوهنتون.
د سالم ژوند چاپیریال ډاډمن کولو او د پوهنتون د نظم او داخلي دسپلین ساتلو لپاره د محصلینو شخړو هوارولو کمیټې مدیریت او تنظیم.
۱۰- نور هغه دندې چې مربوطه مشرانو لخوا د قانون، مقررات، او اداره اهدافو مطابق وي اجراء