د ننګرهار پوهنتون او امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې نوي رئیسان د یادو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

ashraf_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۱۸
انځور

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم په اساس د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې مخکینی رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د ننګرهار پوهنتون د نوي عمومي رئیس په توګه ټاکل شوی، چې نن ورځ د یوې سترې غونډې په ترڅ کې د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې د نوي رئیس شیخ انعام الله مدني سره یو ځای رسماً معرفي شو.
په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې مراسم جوړ شوي وو، چې د ننګرهار پوهنتون او امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې مشرتابه، استادانو او کارکوونکو سربېره په کې د ولایت مقام استازو، د بېلابېلو امارتي ادارو مسؤلینو او علماء کرامو برخه اخیستې وه.
د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام او د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې رئیس شیخ انعام الله مدني د خپلو ویناوو په ترڅ کې دنده امتیاز او منصب نه بلکې دروند مسؤلیت وباله او د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی و رعاه) او د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام د باور څخه د مننې ترڅنګ یې ژمنه وکړه، چې ورسپارل شوي مسؤلیتونه به د اسلامي ارشاداتو او نافذه قوانیو په رڼا کې په ښه توګه ترسره کړي.
د ننګرهار د علماوو شورا رئیس شیخ حضرت جان حنفي، د ولایت مقام د کارکوونکو چارو رئیس مولوي عبدالله ساجد، د امام ابوحنیفه رحمه الله ديني جامعې د افتاء او قضاء څانګې استاد مفتي شاهدالله حقاني او د ننګرهار پوهنتون استاد شیخ محمد ضیاءالله حکیمي د غونډې نور ویناوال وو، چې په خپلو خبرو کې یې په اسلامي نظام کې د خدمت او اطاعت ارزښت روښانه کړ او هیله یې څرګنده کړه چې نوي رئیسان به د پوهنتون او جامعې لپاره د پام وړ خدمت او پرمختګ رامنځته کړي. 
نوموړو دغه راز په تېر کې د پوهنتون او جامعې د نویو رئیسانو ترسره کړي فعالیتونه او خدمتونه وستایل، راتلونکي کې یې ورته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او د ښه خدمت کولو دعا یې ورته وکړه.
د غونډې دویمه برخه کې دواړو رئیس صاحبانو ته د مشرانو او مسؤلینو له خوا د هغوی د ښو خدمتونو او کړنو د تقدیر په موخه ستاینلیکونه ورکړل شول او غونډه د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي د رئیس پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي په دعا سره پای ته ورسېده.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu