دامام ابو حنيفه ( رحمه الله تعالی) د دیني جامعې رياست د لمريزې برېښنا د پروژې د داو طلبۍ خبرتيا!

nu_admin
picture

Event dates

Event dates -

دننګرهار امام ابو حنيفه (رحمهّ الله تعالی) دينې جامعې رياست غواړي د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره (۴۵) کيلو واټه لمريزې برېښنا پروژه په قرارداد ورکړي، که کوم شرکت د ياد قرارداد د ترسره کولو اراده ولري، خپل غوښتنليکونه دې د اعلان له نېټې څخه تر (۲۱) ورځو پورې د ننګرهار امام ابو حنيفه(رحمه الله تعالی) دينې جامعې رياست تدارکاتو مديريت ته د جواز او تذکرې سره يوځای وسپاري او خپل آفر دې ترلاسه کړي، شرطپاڼه کتلای شي د آفر د خلاصيدو جلسه به د روان ۱۴۰۵ کال د زمري په (۶) نېټه په ۱۰ بجو د جامعې رياست مقام په مالي او اداري معاونيت کې دائرېږي، آفرونه د هيئت په شتون کې خلاصېږي او قرارداد په بند آفر ترسره کېږي داو طلبان دې خبر وي.

نوټ: امام ابوحنيفه(رحمه الله تعالی ) دیني جامعه، ننګرهار پوهنتون، داخل کرکزي ليليې ته غځيدلی سرک، ۷ ناحیه، درونټه.

User account menu