د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د ږیرې پرېښودلو ګټې او خریلو وعیدات) تر عنوان لاندې دیني او معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۴
انځور

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د لیلیې په جامع مسجد کې تېره ورځ د ماښام لمانځه څخه وروسته سلګونو تنو محصلینو ته د ږیرې پرېښودلو حکم، اهمیت، فضایلو او ګټو تر څنګ  د خریلو او کمولو وعیداتو په هکله دیني ـ معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي اعجازالحق زَلِف د موضوع ارایې پر مهال د اسلام له نظره د ږیرې د پرېښودلو اهمیت، مقام، فضیلت او ټولنیزې ګټې تشریح کړې او ویې ویل، چې ږیره یو مهم نبوي سنت دی، چې د اسلامي هویت څرګندونه کوي او د مسلمان په ظاهري او باطني شخصیت جوړونه کې مهم  رول لري.

نوموړي همدارنګه د ږیرې خریلو او کمولو په هکله د اسلام مبارک دین وعیدات او نبوي سنتو مخالفت کوونکو ته ټاکل شوي عقوبات بیان کړل او زیاته یې کړه، چې د نبوي سنتو پیروي او اسلامي ارزښتونو ساتنه د انساني شخصیت جوړونې او اخلاقي پرمختګ سبب ګرځي او اړینه ده، چې محصلین په خپل ورځني ژوند کې د شریعت احکامو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د سيمینار په پای کې د ننګرهار پوهنتون د لیلیو عمومي مدیر مولوي عبدالحکیم حقاني محصلینو ته وینا وکړه او هغوی ته یې د لیلیې نظم، پاکوالي او بشپړه توګه د ټاکلو اصولو پلي کولو اړوند خبرې او سپارښتنې وکړې.

سیمینار په دعا سره پای ته ورسېد.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu