د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
picture

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده کړې کورس پیل شو.
د مسؤلینو په وینا، یاد کورس د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت په اساس تنظیم شوی، چې پر مهال به یې محصلینو ته د عربي ژبې قواعد په بنسټیز او منظم ډول تدریس شي، څو د تحصیل په بهیر کې د محصلینو ژبنۍ ستونزې حل او علمي ظرفیت یې لوړ او پیاوړی شي.
د دې کورس چې د شرعیاتو پوهنځي امام ابوحنیفه رحمه الله په تالار کې جوړ شوی، په دویم سمستر کې به د علم الصرف اړوند ارشادالصرف او د علم النحوې اړوند نحوه میر کتابونه تدریس او دغه راز به د دواړو مضامینو د تدریس شویو قواعدو عملي تطبیق به د قرآنکریم په دېرشمه سپاره کې وشي.
د جوړ شوي کورس روزونکي استاد او د دعوت او ارشاد امریت مبلغ مولوي حکیم الله حقاني ډاډ څرګند کړ، چې د صرف او نحوې تمهیدي درسونو په یاده سلسله کې به د جدیدالشمول محصلینو علمي بنسټونه پیاوړي، د شرعي او ادبي علومو زده کړې لپاره به په ښه توګه چمتو او نظري مطالب به په عملي بڼه تمرین او زده کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu