د لوړو زده کړو محترم وزیر صاحب د ننګرهار پوهنتون له منسوبینو سره غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۲
picture

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم حفظه الله د یو پلاوي په ملتیا ننګرهار پوهنتون ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې پوهنتون له رهبرۍ، استادانو او اداري کارکوونکو سره غونډه وکړه او بېلابېلو برخو کې یې هغوی ته لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د غونډې ښه راغلاست وینا پرمهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د لوړو زده کړو محترم وزیر او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، د راتګ یې ورڅخه مننه وکړه او د هېواد لوړو زده کړو نظام په معیاري کېدو او پراختیا کې یې د قدرمن وزیر صاحب کړنې او ابتکارات وستایل.
د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د خپلو خبرو پر مهال د شرعي مقاصدو تحقق او اسلامي نظام استحکام لپاره د پوهنتون استادان او منسوبین مهم قشر وباله او ویې ویل، چې استادان باید په خپلو هڅو په پوهنتونونو کې داسې علمي او روزنیز چاپېریال رامنځته کړي، چې هم د دیني ارزښتونو ساتنه وکړي او هم د هېواد په ګټه فکري او مسلکي ځوانان تربیه کړي.
قدرمن وزیر شیخ صاحب د محصلینو نظري او عملي زده کړو په توازن او جدي پاملرنې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې اسلامي نظام له قدرمنو استادانو دا تمه لري، چې محصلین د تخصص، مهارت او مسلک تر څنګ له دیني پلوه هم د ټولنې اړتیاوو ته په کتو داسې وروزي، چې د اسلام او هېواد په ګټه کارونه ترسره او همدارنګه کاري وړتیا، سالم فکر، حسنه اخلاق او د خدمت پیاوړې روحیه ولري.
د لوړو زده کړو محترم وزیر په وینا د اسلامي امارت فرامین، قوانین او اوامر د دین له لارښوونو سرچینه اخلي، ورباندې عمل او اطاعت د دنیا او اخرت کامیابي تضمینوي او د ټولنې عدالت، ثبات او پرمختګ لپاره بنسټیز رول لري.
هغه د خپلو خبرو په پای کې ژمنه وکړه، چې د استادانو او محصلینو مسلکي ظرفیت لوړونې لپاره به اغېزناکې علمي برنامې چمتو، د پوهنتونونو لابراتوارونه او د عملي کار ساحې لا مجهزې، اړین درسي وسایل ورته خریداري او هر راز ستونزو ته رسیده ګي وکړي.
د خوست ولایت د جهادي مدرسې مهتمم شیخ القران والحدیث مولوي محمد افضل حُسیني غونډې ته په خپله وینا کې د استادانو  په موقف او منزلت خبرې وکړې او د ټولنې افرادو په دیني، علمي، فکري او اخلاقي روزنه کې یې د هغوی د نقش په اهمیت وینا وکړه.
غونډه د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu