ننګرهار پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته جوړ شوی ۳ ورځنی سيمینار پای ته ورسېد.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۷
picture

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له خوا د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو استادانو او اداري کارکوونکو ته جوړ شوی درې ورځنی ديني او علمي سيمینار په دعا سره پای ته ورسېد.
د یاد سيمینار پر مهال چې په کې د ننګرهار پوهنتون مشرتابه او استادانو سربېره د خراسان، التقوی، تابش، سپین غر، روښان، الفلاح، اریانا او امیر علي شېر نوايي پوهنتونونو رهبرۍ، استادانو، د دعوت او ارشاد مسؤلینو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و، په ترڅ کې یې د هېواد مشهورو او جیدو شیوخو او علماء کرامو پر مختلفو دیني، علمي او اصلاحي موضوعاتو بحث او معلومات وړاندې کړل.
د یاد درې ورځني سيمینار په ترڅ کې علماء کرامو اخلاص، زهد، تقوا او د نیت اصلاح، د ایمان تعریف او د شعبو بیان یې، د نبي کریم صل الله علیه وسلم د سنتو اتباع او د هغې اهمیت، د ږیرې اهمیت او منزلت په اسلام کې، په اسلام کې د ښځو مقام، حقوق، واجبات او حجاب، د کفر تعریف او اقسام یې، ولاء او براء، د امیر ټاکنې حکم، د امیر حقوق او اطاعت، د اسلامي نظام اهمیت،فوائد، اهداف او حفاظت، د امام ابوحنیفه رحمه الله مناقب او مذهب، د تعصباتو زیانونه، د اسلامي امارت پالیسي، د جهاد فضایل او اهمیت، د مسؤلیت احساس، امانتداري او د خیانت مذمت موضوعات ارایه کړل.
د سيمینار د پای وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال مولوي احسان الله ناصح په بریالي شکل د سیمینار پای ته رسېدو باندې خوښي وښوده او په کې یې د ننګرهار او نورو خصوصي پوهنتونونو له ګډونوالو استادانو او اداري کارکوونکو د فعاله ګډون له کبله مننه وکړه.
نوموړي د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست یاد ابتکار وستایه او راتلونکي کې یې د ورته نورو علمي برنامو د جوړولو غوښتنه وکړه.
سيمینار د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د رئیس م.ولوي کلیم الله ح.قاني په دعا سره پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu