د ننګرهار پوهنتون له خوا د امارتي او خصوصي لېسو زده کوونکو ته د کانکور ملي ازموینې په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپونه جریان لري.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۱:۳۸
picture

د لوړو زده کړو محترم وزارت د رسمي هدایت له مخې ننګرهار پوهنتون د دې ولایت پوهنې ریاست سره په همغږۍ د امارتي او خصوصي لېسو زده کوونکو ته د کانکور ازموینې د نویو معلوماتو، مهمو تګلارو او یادې ازموینې ته د چمتووالي لارو چارو ورښودلو په موخه درې اوونۍ وړاندې د بېلابېلو ولسوالیو د مسلکي ودې (۴۸) تنو کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ دایر کړ، چې هغوی د خپلو اړوندو لېسو مسؤلینو پر مټ یاد معلومات تر زده کوونکو ورسوي.
د یادې پروسې په ترڅ کې له روزنې وروسته د ولسوالیو مسلکي ودې کارکوونکو د خپلو اړوندو ولسوالیو د لېسو مسؤلینو سره په ګډه د زده کوونکو پوهاوی پیل کړی، چې تر دې دمه د ګڼو امارتي او خصوصي لېسو زده کوونکو ته ورکشاپونه دایر شوي او پاتې ښوونځیو کې به هم دایر شي.
د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست د کیفیت لوړاوي آمر استاد دلاور مومند وایي، چې دا نوښت د لوړو زده کړو وزارت او ننګرهار پوهنتون له لوري یو ارزښتناک ګام دی، چې له مخې یې د کانکور ملي ازموینې اړوند اړینې لارښوونې، اساسي معلومات، د ازموینې ډول، د سوالونو بڼه او د چمتووالي اغېزمنې طریقې زده کوونکو ته رسېږي.
د نوموړي په وینا په ټولو لېسو کې په منظمه او موثره توګه ورکشاپونه جریان لري او زیاته یې کړه، چې د یادې پروسې له برکته به زده کوونکي د کانکور اوسني معیارونه، اصول، تګلارې او ذهني فشار سره د مبارزې مهارتونه زده کړي، چې دا به نه یوازې د دوی پایلو ته مثبت بدلون ورکړي، بلکې له ګډوډۍ، ناسم انتخاب او معلوماتي تشو هم مخنیوی وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu