د ننګرهار پوهنتون محصلینو (د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د ګډون اړتیا، فرصتونو او اغېزو) په اړه خپل چمتو کړي سيمینارونه ارایه کړل.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۲:۳۸
picture

یاد سيمینارونه، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ۱۵ تنو محصلینو له خوا د دې پوهنځي د استاد پوهنوال شمس الاسلام شمس صافي په لارښوونه د محصلینو تر منځ د جوړ شوي رقابتي کنفرانس په ترڅ کې ارایه شول.

د دې رقابتي سیالۍ پر مهال محصلینو په یاد نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د ګډون اړتیا، فرصتونو او اغېزو اړوند سیاسي، حقوقي، اقتصادي او چاپېریالي اړخونه وڅېړل.

په همدې پار جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو مرستیالانو سربېره د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس، استادانو، د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس، اداري آمرینو او ګڼو محصلینو برخه لرله.

غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي افغانستان د اقلیم بدلون زیانونو څخه اغېزمن او متضرر هېواد وباله او د صنعتي فابریکو پراخه فعالیتونه، معدنونو غیرې مسلکي استخراج، د افرادو محیطي سرغړونې او د طبیعي منابعو تخریبول یې د اقلیم بدلون اساسي عوامل یاد کړل.

د پوهنتون مرستیالانو د اقلیم بدلون منفي اغېزو مخنیوي او یاده برخه کې افغانستان ته د نړیوالو پاملرنې راجلبولو اړوند د ننګرهار پوهنتون د ترسره کړو هڅو یادونه وکړه. 

نوموړو د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د یاد ابتکار ستاینې تر څنګ له هغوی مننه وکړه، چې محصلین د نړیوالو ننګونو پر وړاندې چمتو او باخبره روزي او محصلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د داسې مهمو نړیوالو مسایلو په اړه خپله پوهه پراخه، څېړنې ترسره او د اړتیا پر مهال خپل غږ پورته کړي.

د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ادارې رئیس حافظ احسان الله مختار په خپله وینا کې افغانستان له ډېرې مودې راهیسې د اقلیم بدلون جدي ننګونو سره مخ او یاده برخه کې له جوړو شويو نړیوالو کنفرانسونو څخه لیرې ساتل شوی هېواد وباله او پر دې یې خوښي وښوده، چې د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته افغانستان تېر کال په نومبر میاشت کې د ناظر په توګه د اقلیم بدلون په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.

نوموړي په دوامداره توګه نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان حضور د اقلیم بدلون منفي اغېزو مخنيوي او ستونزو حل برخه کې مهم وباله او زیاته یې کړه، چې دا به وکولی شي چې افغانستان کې د اقلیم بدلون ناوړه اغېزو حقیقي انځور نړیوالو ته وړاندې او هغوی مشترکې مبارزې او همکارۍ ته وهڅوي.

د غونډې په دویمه برخه کې ټاکل شویو ۱۵ تنو محصلینو خپل چمتو کړي موضوعات ارایه کړل، چې د ارزوونکي هیئت له لوري مثبت ارزیابي شول.

د یادونې وړ ده، د اقلیم بدلون نړیوال کنفرانس (COP30) چې ټاکلې شوې د روان میلادي کال نومبر میاشت په ۱۱ مه د برازیل په بیلم ښار کې پیل او د نومبر تر ۲۱ مې نېټې به دوام وکړي، د اقلیم بدلون پر وړاندې د نړیوالو هڅو د ارزونې او پیاوړتیا په موخه دایرېږي.
 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu