د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د ننګرهار پوهنتون مسؤلینو سره غونډه وکړه.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۲:۱۳
pic

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت د ختیځ زون په امارتي پوهنتونونو کې د دعوت او ارشاد روانو چارو څخه د څارنې او ارزونې په لړ کې د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ، پوهنځیو رئیسانو او دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو سره غونډه وکړه او یاده برخه کې یې هغوی سره د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه لاښوونې او سپارښتنې شریکې کړې.

په همدې پار د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام کې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د ننګرهار پوهنتون د رئیس او مرستیالانو سربېره د علمي شورا غړو، پوهنځیو رئیسانو او یو شمېر آمرینو برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني په خپله وینا کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ته ښه راغلاست ووایه او پوهنتون کې د دعوتي امورو پرمختګ او اهمیت اړوند یې د خبرو کولو تر څنګ اړونده برخه کې د وزارت محترم مقام له پالیسۍ ملاتړ وکړ.

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي شیخ شاکر الله وحدت د منکراتو په ازالې او معروفاتو اقامې کې د ننګرهار پوهنتون د مسؤلینو او استادانو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې د اسلامي نظام د فرامینو په رڼا کې چارې ترسره کول او د مسلکي پوهې تر څنګ پر ځان او نورو د شرعي احکامو تطبیق کې زیار ویستل د هر مومن استاد او اداري کارمند اساسي دنده ده.

ښاغلي وحدت پوهنتون کې د دیني احکامو بشپړ تطبیق او عامولو لپاره مسؤلينو ته د تمرکز زياتولو سپارښتنه وکړه. 

نوموړي همدارنګه د نصاب اصلاح، اصولو سره سم د چارو ترسراوي، محصلینو فکري روزنې او څارنې، لیلیې مسجد ترمیم او بېلابېلو برخو کې د وزارت محترم مشرتابه سپارښتنې د پوهنتون له مسؤلینو سره شریکې کړې، چې د هغوی له خوا ورته د اجرااتو ډاډ ورکړل شو.

غونډه په دعایه کلام سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu