د علمي چارو مرستیال د استادانو د تقرر او علمي ترفیع په کنفرانسونو کې ګډون وکړ.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۱:۴۴
Picture

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال د دې پوهنتون د انجنیري پوهنځي د ۲ تنو استادانو د تقرر او علمي ترفیع په کنفرانسونو کې د یاد بهیر د ارزونې په موخه ګډون وکړ.

یاد کنفرانسونه د انجنيري پوهنځي د غونډو په تالار کې جوړ شوي وو، چې پر مهال یې د سیول انجنیري څانګې علمي کادر نامزد پوهنیار سبحان الله ساحل د پوهنیار علمي رتبې ته د ترفیع او اسد الله منیب  د اوبو زېرمو او چاپېریال ساتنې انجنیري څانګې علمي کادر بست کې د تقرر په موخه خپل موضوعات ارایه کړل.

د کنفرانسونو د پرانیستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح په خپلو خبرو کې د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو پروسې شفافیت په اړه ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې د یادې پروسې د روڼتیا او عادلانه ترسراوي لپاره به خپلو دوامداره هڅو ته ادامه ورکړي.

پوهندوی ناصح ټینګار وکړ، چې د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو کنفرانسونه باید د ټاکلو معیارونو سره سم ترسره شي، تر څو د هغوی وړتیاوې، اکاډمیک فعالیتونه او لاسته راوړنې په سمه توګه وارزول شي.

د انجنیري پوهنځي مسؤلینو د پوهنتون علمي چارو مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې په یاده پروسه کې به بشپړ شفافیت او عدالت په پام کې ونیسي.
 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu