محصلینو ته د اعتکاف مسایلو او فضایلو په اړه بیان وشو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۰:۴۳
picture

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د یو بیان په ترڅ کې محصلینو ته د اعتکاف مسایل او ګټې بیان کړې او هغوی ته یې د اعتکاف ترسره کولو توصیه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد مرستیال مولوي نجیب الله ثاقب د بیان پر مهال د اعتکاف په پېژندنه، شرایطو، آدابو، ګټو، فضایلو او نورو مسایلو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، اعتکاف یو غوره فرصت دی، چې د نفس تذکیه او اصلاح په کې وشي او انسان الله تعالی ته قُرب حاصل کړي.

نوموړي وویل: محصلین باید د زده کړو تر څنګ په روحاني لحاظ هم پیاوړي وي، چې دې مقصد ته د رسېدو، دیني بصیرت ترلاسه کولو او قدر شپې فضیلتونو څخه د برخمن کېدو لپاره اعتکاف غوره لاره ده.

د بیان په پای کې د موضوع اړوند د محصلینو پوښتنې هم ځواب شوې.
 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu