د ننګرهار پوهنتون ممتاز محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۰:۵۰
picture

ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د ورځې او شپې برنامو هغه محصلین، چې د تېر سمستر په ازموینو کې یې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د خپل پوهنځي د ممتاز محصل مقام خپل کړی و، د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل.

په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو  انسجام امریت په نوښت د پوهنتون د غونډو تالار کې ستاینغونډه جوړه شوې وه، چې د پوهنتون د رئیس شيخ انعام الله مدني او محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي سربېره په کې د پوهنځیو یو شمېر مسؤلینو، استادانو او اداري آمرینو برخه لرله.

د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي په اداره کې د مکافاتو او مجازاتو د اصل پر ارزښت خبرې وکړې او محصلينو ته يې ددې ستر وياړ له امله، چې د پوهنځي د ممتازو محصلينو مقام يې خپل کړى، مبارکي وويله.

نوموړي وویل: د پوهنتون اداره او استادان هڅه کوي، چې محصلینو ته د تدریس او عملي زده کړو ښې او معیاري اسانتیاوې رامنځته کړي، چې له نېکه مرغه د همدې هلو ځلو پایله ده، چې زمونږ محصلینو د پوهنتون دننه او بهر ښې لاسته راوړنې لرلي او په ګڼو سیالیو او ازموینو کې ښه ځلېدلي دي.

د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په استازیتوب د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئیس پوهنمل محمد صادق رهنما وینا وکړه او ممتازو محصلینو ته یې د مبارکۍ ورکولو سربېره هغوی خپلو مسؤلیتونو ته ځیر کړل.

نوموړي سپارښتنه وکړه، چې وخت بې ځایه تېر نه کړي او د خپلو درسونو تر څنګ د نوې ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخيستنې مطالعه او تحقيق وکړي، چې له فارغېدو وروسته ټولنې ته د ښو کادرونو په توګه د خدمت جوګه شي.  

د ممتازو محصلینو په استازیتوب د اقتصاد پوهنځي محصل جمال الدین فهیم خبرې وکړې او د پوهنتون له مشرتابه او محصلانو خدمتونو انسجام امریت مسؤلینو یې مننه وکړه، چې تل یې خپل استادان او محصلین تشویق او هڅولي دي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د پوهنتون د مسؤلینو او استادانو له خوا یادو ممتازو محصلینو ته برابر شوي ستاینلیکونه ورکړل شول.

په ورته مهال د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي د یوې غونډې په ترڅ کې د څېړنې په برخه کې د روزنیز ورکشاپ ګډونوال استادان، ممتاز محصلین او د هغو څانګو مسؤلین چې ډېرې لاسته راوړنې یې لرلې، تقدیر او وستایل.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu