د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ غړو ته د کیفیت لوړاوي د معیارونو او چیک لیستونو د تشریح او تفسیر سيمینار دایر شو .

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۹:۴۰
picture

یاد سيمینار چې په کې د کیفیت لوړاوي ۱۱ اصلي او ۴۹ فرعي معیارونه تشریح او تفسیر شول، ددې پوهنتون د علمي چارو معاونيت په نوښت او د کیفیت لوړاوي آمریت له خوا د پوهنتون رئیس، د علمي چارو، اداري او مالي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو سربېره د څېړنو او علمي مجلو معاونیت یو شمېر کارکوونکو، د پوهنتون ریاست د دفتر آمریت مسؤلینو او مدیرانو ته دایر شو.
نوموړی سيمینار د کیفیت لوړاوي معیارونو په هکله پوهاوي ترلاسه کولو، د اعتبار سند ساتنې، پوهنتون کې د کیفیت لوړاوي معیارونو پلي کولو، اغېزمنو پلانونو او پالیسیو جوړولو، د پوهنتوني چارو سمې ارزونې او د پوهنتون غوره ستراتېژیک مدیریت په موخه دایر شو.
د سيمینار پر مهال د ننګرهار پوهنتون د کیفیت لوړاوي آمر پوهنوال علي جان عادل له لوري د پوهنتون رئیس او مرستیالانو اړوند د هغوی په چارو کې د کیفیت لوړاوي او چارو اغېزمنتیا په موخه د معیارونو پلي کولو په هکله معلومات وړاندې او د هغوی پوښتنې ځواب شوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu