د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ددې پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي فعالیتونه وارزول.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۲ - ۱۱:۸
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس شـیخ انعام الله مدني د علمي چارو مرستيال پوهندوى مـولوي احسان الله ناصح، د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي په ملتيا د پوهنځيو د فعاليتونو د ارزونې په لړ کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د علمي، تدريسي او اداري چارو د کیفیت ارزونه وکړه او د ياد پوهنځي د پرمختګونو، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه يې معلومات ترلاسه کړل.

په همدې پار جوړ شوي مجلس کې د ښوونې او روزنې پوھنځي رئيس پوهنمل محمد اسحق شهيدزوی د پوهنتون رهبرۍ ته د تېرو ۳ کلونو په لړ کې په علمي، تدريسي، اداري او رغنيزه برخه کې د ترسره کړيو چارو او پرمختګونو په اړه معلوماتي پرېزنټېشن وړاندې کړ.

picture

نوموړي د پوھنځي تشکيل، علمي او ظرفيت لوړونې برنامو، محصلينو عملي زده کړو، څېړنيزو هڅو، علمي تواميتونو، په ملي او نړيواله کچه د استادانو نشر شويو مقالو، د پوهنځي او څانګو پر ستراتيژيک پلانونو، تضمين کيفيت اړوند کړنو، لابراتواري تجهيزاتو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې او د پوهنځي د پرمختګ پر وړاندې پراته خنډونه، ستونزې او خپل وړانديزونه يې د پوهنتون له مشرتابه سره شريک کړل.
د ننګرهار پوهنتون رئيس شيخ انعام الله مدني د خپلو خبرو پر مهال د ښوونې او روزنې پوهنځي مسؤلينو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او په چارو کې په همغږي اوسېدو، آمرينو اطاعت، لاس لاندې کارکوونکو سره غوره چلند کولو او حاضرۍ باندې يې ټينګار وکړ.
نوموړي وويل: د پوهنځيو د چارو معياري کېدا، موثريت او ستونزو لمنځه وړلو په موخه يې هڅې پيل کړي، چې د استادانو او محصلينو تدريسي او زده کړه ييز بهير ښه والي برخه کې به د پام وړ مثبت بدلون راولي.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو، اداري او مالي چارو او محصلانو چارو مرستيالانو د خپلو خبرو پر مهال د ياد پوهنځي په بېلابېلو برخو کې شته نيمګړتياوو ته مسؤلين متوجه کړل او د پوهنځي مسؤلينو ته يې د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د مجلس په پای کې د پوهنتون رهبرۍ د ښوونې او روزنې پوهنځي د مختلفو څانګو او مدیریتونو د چارو ارزونه وکړه.
سرچينه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمريت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu