ننګرهار پوهنتون کې د (سورة البقرة ) ختم ترسره شو.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۱۱:۱۷
picture

په همدې پار د ننګرهار پوهنتون د اداري او خدماتي کارکوونکو له خوا ددې پوهنتون په  جامع مسجد کې مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د ننګرهار پوهنتون رئیس شـیخ انعام الله مدني، د مالي او اداري چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي سربېره یو شمېر استادانو، آمرینو، مدیرانو، اداري او خدماتي کارکوونکو برخه لرله.
غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د قران عظیم الشان د تفسیر او ترجمې په اړتیا، آجر او ثواب خبرې وکړې او قرانکریم یې د بشریت لپاره هغه بشپړ او کامل لارښود کتاب یاد کړ، چې د ژوند د ټولو اموراتو د تنظیم لپاره  لازمې لارښوونې لري.
نوموړي د انسانیت د بریا او بقاء راز د الله تعالی په دغه ستر کتاب کې نغښتی وباله او د دعوت او ارشاد آمریت له مسؤلینو یې مننه وکړه، چې د خلکو د دنیوي او اخروي ژوند د بهبود او سمون لپاره هلې ځلې کوي.
د استادانو چارو آمر پوهنیار مـولوي محمد طارق مخلص، د بشري سرچینو آمر قاري جمیل محسن او د محصلانو چارو آمر مولوي سعید الله عـ.مري د غونډې نور ویناوال وو، چې د دعوت او ارشاد آمریت کړنې یې وستایلې او استادان او کارکوونکي کې یې په دیني درسونو کې فعال ګډون ته وهڅول.
د مجلس په وروستۍ برخه کې د پوهنتون د رهبرۍ، اداري او خدماتي کارکوونکو له لوري د دعوت او ارشاد آمر مـولوي مهربان شاه مدني او د یاد آمریت مبلغ مولوي نجیب الله ثاقب ته د هغوی د غوره کړنو او خدمتونو له کبله د اعزاز پګړۍ پر سر شوې.
د غونډې پای کې په ننګرهار ولایت کې د وروستیو بارانونو او سیلابونو قربانیانو ته په جمعي شکل دعا وشوه او ټپیانو ته د الله ج له درباره د عاجلې روغتیا غوښتنه وشوه.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu