د ننګرهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال د یاد معاونیت اړوندو آمرینو سره غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۳:۴۲
picture

د ننګرهار پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت په داسې حال کې، چې د یاد پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مـولوي احسان الله ناصح هم حضور درلود، د مالي او اداري معاونیت اړوند د یو شمېر څانګو له آمرینو او کارکوونکو سره غونډه وکړه.
په یاده غونډه کې په ټاکلي وخت او معیاري شکل د چارو په ترسره کولو، اداري اصولو رعایت، کارکوونکو ته د روزنیزو ورکشاپونو جوړولو او د پوهنتون په تدارکاتي پلان خبرې او بحثونه وشول.
د پوهنتون مرستیالانو د بېلابېلو آمریتونو د چارو پر وړاندې پرتې ستونزې واورېدلې، د حل پر لارو یې خبرې وشوې او د مالیې وزارت د اصولو او مقرراتو په پام کې نیولو سره د بودیجې لګولو او مالي او حسابي چارو د چټکتیا په برخه کې یې د یو روزنیز ورکشاپ په جوړېدو ټینګار وکړ.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د ننګرهار پوهنتون په نهايي تدارکاتي پلان باندې بحث وشو، د پوهنتون د مرستیالانو له لوري تائید او مسؤلینو ته یې په بشپړه توګه د عملي کولو سپارښتنه وشوه.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu