د سلواغې ۲۶مه د افغانستان څخه د روسي یرغلګرو د ماتې او تیښتې د ۳۴مې کالیزې په مناسبت د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه پیغام!

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۱۱:۴۷
image

 

افغانستان د مسلمانو او مج.ـاهدو پرګنو د ګډ کور په توګه د برم او ویاړه ډک تاریخ او ویاړمنه ماضي لري؛ نړیوالو استعمارګرو د خپلو شومو موخو او اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې ددې خاورې د نیولو او د افغان مج.ـاهد ولس د ایلېدو هڅه کړې، خو لله الحمد زمونږ د ولسونو ایماني قوت، پیاوړې ارادې او مجاهـ.ـدې تل دغه ډول هڅې ناکامې کړي، په پوره مېړانه یې پر وړاندې مبارزه کړې او د تاریخ هر یرغلګر او ښکېلاکګر ته یې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی.

د نن نه ۳۴ کاله وړاندې د نړۍ ستر زبرځواک پخوانی شوروي اتحاد، چې ټولې نړې ترې له وېرې ګړګوزې وهلې، ددې مج.ـاهد ولس په بې سارې قربانۍ مات او تیښتې ته اړ شو.

د ننګرهار پوهنتون اداره ټولو مج.ـاهدو هېوادوالو ته د ګران هېواد څخه د روسي یرغلګرو د شرموونکې ماتې او تیښتې د ۳۴مې کالیزې مبارکي وايي؛ الله تعالی (ج) دې زمونږ د مج.ـاهدینو او شهیدانو قربانۍ او سرښندنې په خپل دربار کې قبولي کړي.

مونږ د هېواد د ټولو شهيدانو سپېڅلو ارواوو ته د دعاګانو په استولو او افغان مج.ـاهد ولس ته پر درنو مبارکيو سربېره هيله من یو، چې ډېر ژر به د اسلامي ام.ـارت د خپلواک قیادت لاندې د وطنپالو مج.ـاهدو شازلمو په مټو د هېواد پر افق د پوهې، پرمختګ، سوکالۍ او هر اړخيزې ودانۍ بيرغونه هسک او رپاند شي.

په همدې هيله

پوهنیار قاضي خالد صداقت

د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu