ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي کې (د ریسرچ میتودولوژي) تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنی ورکشاپ جوړ شو.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۹ - ۸:۲۶
image

 

یاد ورکشاپ د WHO ادارې په تخنیکي مرسته د طب پوهنځي د ادارې له خوا جوړ شوی، چې د یاد پوهنځي ۴۰ تنه استادان په کې برخه لري.

د ورکشاپ پرانیسته د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په وینا سره وشوه. نوموړي دایر شوی ورکشاپ د څېړنې د نویو میتودونو د زده کړې په برخه کې د استادانو د ظرفیت لوړونې لپاره اړین وباله.

پوهاند بهسودوال د طب پوهنځي د مسؤلینو مننه وکړه، چې د څېړنو او نورو بېلابېلو برخو کې د استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړونې لپاره کار کوي.

د طب پوهنځي رئیس پوهنوال ډاکتر محمد عظیم عظیمي د ورکشاپ د محتوا په اړه ګډونوالو استادانو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې له دې ورکشاپ وړاندې یې درې نور ۱۲ ورځني ورکشاپونه په یاده برخه کې د طب پوهنځي محصلینو ته دایر کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۱۰ تنه محصلین وروزل شول.

د یادونې وړ ده، چې د نوموړي ورکشاپ د روزنې چارې د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي د استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu