ننګرهار پوهنتون کې د ښوونکو بستونو لپاره د کانکور ازموینې بهیر پیل شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۹ - ۸:۳۵
image

 

یاده ازموینه، چې څلور ورځې به دوام وکړي، د ننګرهار ولایت د ښوونکو ۴۰۵۱ بستونو لپاره به د نږدې ۱۸ زرو تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شي.

په همدې مناسبت د چنګاښ په ۲۸مه نېټه د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې پرانیستغونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او استادانو سربېره په کې د ازموینو ملي ادارې راغلي پلاوي، د ننګرهار ولایت د پوهنې او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو مسؤلینو برخه لرله.

غونډه د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح په پرانيستونکې وينا پيل شوه؛ نوموړي وويل: د کانکور نننۍ ازموينه، چې څلور ورځې به دوام وکړي، د ننګرهار ولایت د ښوونکو ۴۰۵۱ بستونو لپاره به د ۱۷۸۵۵ تنو کاندیدانو څخه ازموینه واخیستل شي.

نوموړي وويل: د کانکور ازموينه په ۷ حوزو کې د ازموينو ملي ادارې څخه د راغلي ۸۵ کسيز پلاوي او د ننګرهار پوهنتون د ۱۱۰ تنو استاذانو له خوا اخيستل کېږي.

پوهنمل ناصح زیاته کړه، چې د پوهنتون د مشرتابه په لارښوونه یې د ازموینې د روڼتیا لپاره ټول اړین تدابیر نیولي او ممتحنو استادانو ته یې په شفافه توګه د ازموینې اخیستلو سپارښتنه وکړه.

د ننګرهار د پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس مولوي مطیع الله طلحه د غونډې نور ویناوال وو، چې د خپلو خبرو پر مهال یې په شفافه توګه د کانکور ازموينې په اخيستنې تاکيد وکړ.

د ازموينو ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي مشر او د یادې ادارې د پوښتنپاڼو بانک رئیس پوهنمل دوکتور سید روضت الله مجید د کانکور ازموینې په اړه د لنډو معلوماتو ورکولو سربېره د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار پوهنتون له استاذانو سره په ګډه به د ازموينې په شفافې اخيستنه کې هلې ځلې وکړي.

د غونډې په پاى کې د ټولو ګډونوالو په حضور کې د پوښتنپاڼو د بکسونو قلفونه خلاص او رسماً ازموينه پيل شوه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د خپلو مرستیالانو او د ازموینو ملي ادارې د مسؤلینو په ملتیا د کانکور ازموینې بهیر نه لیدنه وکړه او د لیدنې پر مهال یې د پوهنتون استادانو ته لارښوونه وکړه، چې ازموينه دې د علمي نورمونو او اصولو سره سمه واخلي، تر څو حق حقدار ته وسپارل شي.

د يادونې وړ ده، چې د کانکور ازموينې بهير به راتلونکې درې ورځې (چهارشنبه، پنجشنبه او جمعه) چې د چنګاښ د (۲۹-۳۰-۳۱) نېټې سره برابره ده، نور هم دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د دې پوهنتون اخلاقي تګلاره تشریح شوه.

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو چارو امریت د وړتیا لوړونې عمومي مدیریت په نوښت د دې پوهنتون اداري کارکوونکو ته د یو سیمینار په ترڅ کې د پوهنتون اخلاقي تګلارې اړوند معلومات وړاندې او یاده تګ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

BACK TO NEWS

User account menu