ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.
د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.
دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په انګړ کې ترسره شو، په ترڅ کې یې محصلینو د خپلو ترسره کړیو څېړنو او موندنو پایلې د پوسټر له لارې نندارې ته وړاندې کړې.
په یاد نندارتون کې د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال، پوهنځي مسؤلینو او استادانو، د څېړنو، محصلانو چارو او محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمرینو او ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی و.
د نندارتون د پرانیستې وینا پر مهال د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهندوی محمد اسحاق شهیدزوی د استادانو له هڅو مننه وکړه، چې محصلینو ته یې د څېړنو د ترسره کولو په برخه کې لازمې لارښوونې کړي، د څېړونکو محصلینو زحمتونه او علمي وړتیاوې یې وستایلې او زیاته یې کړه چې دا ډول نندارتونونه د محصلینو په تشویق، څېړنیز فکر د ودې او د محصلینو ظرفیت لوړولو کې مهم رول لري.
د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار په خپله وینا کې د څېړنو او پوسټر پریزنټېشن برنامو په اهمیت او ارزښت خبرې وکړې، تحقیقات یې د لوړو زده کړو اساسي برخه وبلله او زیاته یې کړه، چې د محصلینو دا نوښتونه او هڅې کولی شي د هغوی تحلیلي وړتیا لوړه، علمي استدلال پیاوړی او د ستونزو له منځه وړلو مهارتونه غښتلي کړي.
په پای کې ګډونوالو د محصلینو د څېړنو له پایلو څخه، چې د پوسټرونو له لارې وړاندې شوې وې، لیدنه وکړه او د څېړنو او علمي مجلو معاونیت د ارزوونکي هیئت له خوا پنځه غوره محقق محصلین وټاکل او وستايل شول.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت
