ننګرهار پوهنتون کې د ارواښاد استاد پوهاند سبحاني د فاتحې مراسم ترسره شول.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۸:۲۸
image

 

د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د ملي اقتصاد څانګې متقاعد استاد ارواښاد پوهاند ګلاب شاه سبحاني د فاتحې مراسم ددې پوهنتون د ادارې، استادانو او د ارواښاد د کورنۍ له خوا د پوهنتون د مرکزي لیلیې په جامع مسجد کې ترسره شول.

په يادو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو، استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو سربېره د بېلابېلو تحصیلي موسسو مسؤلینو، استادانو او د ارواښاد استاد دوستانو او خپلوانو برخه واخیسته.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د ارواښاد استاد مړینه لویه غمیزه او د ننګرهار پوهنتون لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه وبلله.

نوموړي د پوهاند سبحاني په شخصیت، علمي ژوند او خدمتونو رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې ارواښاد استاد څه دپاسه څلور لسیزې د هېوادوالو په خدمت او د اقتصاد په برخه کې د هېواد د علمي کادرونو په روزنه کې تېره کړه.

پوهاند بهسودوال د پوهنتون د استادانو، محصلینو، اداري کارکوونکو او د فاتحې له ټولو ګډونوالو مننه وکړه، چې د ارواښاد استاد په وير راټول شول او نوموړي ته يې د دعا لاسونه لپه کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu