ننګرهار پوهنتون کې د سولې او پخلاینې په اړه علمي کنفرانس جوړ شو.

sakhizada_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳۰ - ۸:۵۳
image

 

یاد کنفرانس د سولې په اړه د بحثونو لړۍ په ترڅ کې، چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت د افغانستان د پوهنتونونو محصلینو تر منځ پیل شوې، د ننګرهار په ګډون د ختیزو څلورو دولتي پوهنتونونو د محصلینو تر منځ ترسره شو.

په یاد علمي بحث کې د ننګرهار، کونړ سید جمال الدین افغاني، لغمان او نورستان پوهنتونونو د مسؤلینو او محصلینو سربېره د ننګرهار ولایت مقام مرستیالې، د سولې په چارو کې د دولت وزارت راغلي پلاوي، علماء کرامو، ښوونکو، مدني او د سولې د برخې فعالانو برخه لرله.

د کنفرانس د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د سولې په پروسه کې یې د هېواد د ځوان او لوستي قشر (محصلینو) د نظرونو او مشورو اخیستل غوره ګام او ښه پرمختګ وباله.

نوموړي وویل: ځوانان د ټولنې د ملا تیر حیثیت لري او د سولې او پخلاینې په برخه کې یې د ګټورو نظرونو اخیستل هغوی ته د مالکیت احساس ورکوي او په دې ملي پروسه کې خپل ځان ویني، چې یاده چاره د سولې ملي پروسه د بریا تر بریده رسولی شي.

د ننګرهار ولایت مقام مرستیالې آغلې حبیبې کاکړ د سولې په چارو کې د دولت وزارت مننه وکړه، چې د سولې په ملي پروسه کې یې د هېواد پوهنتونونه دخیل کړي.

نوموړې وویل: مونږ هغه ډول تلپاتې او پایداره سوله غواړو، چې د ټولو حقونه او ترلاسه شوي پرمختګونه په کې خوندي وي.

د سولې په اړه د بحثونو لړۍ مسؤل او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مرکز زون رئیس باسط احمد حافظي وویل: سوله د ټولو افغانانو یوازېنۍ هیله ده او مونږ خوښ یو، چې د سولې موضوع په اکاډمیکو مرکزونو کې بحث کوو.

ښاغلي حافظي زیاته کړه: د سولې راتګ یوازې د دولت مسؤلیت نه دی، بلکې د ټولنې ټول قشرونه په یاده ملي پروسه کې مسؤلیت او مکلفیت لري، چې په دې پروسه کې دخیل او له نظرونو یې ګټه واخیستل شي.

نوموړي وویل: د سولې په اړه د بحثونو لړۍ د افغانستان په شپږو زونونو کې د ۳۹ دولتي پوهنتونونو د محصلینو تر منځ ترسره کېږي، چې نظرونه او وړاندیزونه به یې راټول او د سولې مذاکره کوونکي پلاوي سره به شریک شي.

د کنفرانس په دویمه برخه کې د ننګرهار په ګډون د ختیزو څلورو ولایتونو پوهنتونونو ۴۰ تنو محصلینو د سولې د بېلابېلو اړخونو، فرصتونو او ننګونو په اړه خپلې طرحې او پریزنټیشنونه وړاندې کړل، چې د ژوري هیئت له خوا د هر پوهنتون څخه دوه طرحې غوره شوې، چې د ننګرهار پوهنتون څخه د عزت الله منصف او نازنین مومند، د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتون څخه د حنظله او وسیلې، د لغمان پوهنتون څخه د عبدالاحد او زمزمې او د نورستان لوړو زده کړو موسسې څخه د یحیی او هنرشاه طرحو د غوره طرحو مقام خپل کړ، چې د پروګرام د مسؤلینو په وینا، دوه اوونۍ وروسته به په کابل کې د زونونو په کچه دایرېدونکي د سولې په ملي کنفرانس کې هم وړاندې شي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د راغلي پلاوي له خوا د کنفرانس تنظیموونکو او ګټونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu