د کمال خان بند د پرانیستې په مناسبت د ننګرهار پوهنتون د استادانو له خوا لیکل شوې مقالې او څېړنې د ټاکل شوې کمېټې له خوا وارزول شوې.

sakhizada_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۹:۲۵
image

 

یادې مقالې د کرنې، اقتصاد، انجنیري، شرعیاتو او ښوونې او روزنې پوهنځیو د استادانو له خوا د کمال خان بند د کرنیز، سیاسي، اقتصادي، شرعي او تاریخي ارزښت په اړه لیکل شوي دي.

د چمتووالي کمېټې د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه، چې د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د کرنې، انجنیري، اقتصاد او شرعیاتو پوهنځیو مسؤلینو او استادانو په کې برخه لرله.

د مجلس غړو ترسره شوې څېړنې مثبتې وارزولې او پرېکړه وشوه، چې یادې څېړنې او علمي مقالې به په ننګرهار پوهنتون کې د کمال خان بند په اړه جوړېدونکي علمي کنفرانس کې د ارایه کېدو سربېره د اوبو د تنظیم ملي ادارې ته هم ولېږل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu