ننګرهار پوهنتون کې د نومیالي غازي میرزمان خان څلی جوړېږي

sakhizada_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۸ - ۱۲:۱۱
image

 

 

د مسؤلینو په وینا، د څلي له جوړېدو یې موخه د خپل تېر تاریخ او ویاړمنې ماضي سره د ځوان نسل اشنا کول دي.

د څلي د بنسټ ډبرې ایښودو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي، د زماني فاونډېشن مشر استاد محب الله اسرار او د پوهنتون یو شمېر استادانو برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د څلي د چارو پیل پر مهال وویل: نومیالی او اتل غازي (لوی خان) غازي میرزمان خان د انګریزي ښکېلاک څخه د ګران هېواد د خپلواکۍ او ازادۍ د بېرته ګټلو د لارې هغه سرخېل غازي دي، چې په پوره مېړانه یې د هېواد د بشپړې خپلواکۍ ګټلو په برخه سترې کارنامې او سرښندنې کړي او په یاده برخه کې یې برخلیک ساز رول لرلی.

نوموړي وویل: په ننګرهار پوهنتون کې د اتل غازي میرزمان خان په اړه د جوړ شوي علمي سیمینار د پرېکړه لیک سره سم د ننګرهار پوهنتون د بهرنیو اړیکو کمېټې په هلو ځلو او د زماني فاونډېشن په مالي مرسته یاد څلی جوړېږي، چې موخه یې د غازي د کارنامو یاد او د خپل تېر تاریخ او ویاړمنې ماضي سره د ځوان نسل اشنا کول دي.

د زماني فاونډېشن مشر استاد محب الله اسرار وویل: یاد څلی د زماني فاونډېشن د مشر او بنسټګر مصطفی زماني د نږدې یو ميلیون افغانیو په مالي مرسته د ننګرهار پوهنتون په دروازه کې جوړېږي، چې د څلي تر څنګ به د دروازې د شاوخوا پلې لارې، چمن، ویالې او نورې برخې هم جوړې شي او چارې به یې په راتلونکې یوه میاشت کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۵۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۳۹ څېړنیزو پروژو پوسټر نندارتون ترسره شو.


د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې محصلینو له لوري د (۳۹) څېړنیزو پروژو د پایلو پوسټر نندارتون ترسره شو.

دغه نندارتون چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۶ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۲۶) علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په همدې پار د ننګرهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۸
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۳۳ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د حقوقي علومو څانګې ماسترۍ برنامې څخه په یوولسمه دوره کې (۳۳) تنه علمي کادرونه فارغ شول.
په همدې مناسبت د دې پوهنتون د غونډو تالار کې فراغت. . .

BACK TO NEWS

User account menu